لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان : د ډرون حمله کې ۷ طالب جنګیالي وژل شوي


دغه برید د دته خیل تحصیل په لواړه منډۍ سیمه کې شوی
دغه برید د دته خیل تحصیل په لواړه منډۍ سیمه کې شوی

دافغانستان د پولې ترڅنګ دپاکستان قبائیلي سیمه شمالي وزیرستان کې د بې پائیلوټه امریکایي الوتکې په یوه حمله کې ګڼ شمیر طالبان جنګیالي وژل شوي دي.

په امریکا کې د ډانلډ ټرمپ په مشرۍ د نوي حکومت جوړیدو راپدیخوا دپاکستان په خاوره دا د ډرون دوهم برید دی چې طالب جنګیالي پکې په نخښه شوي .

د سیمې څخه سرچینو وائس اف امریکا ډیوه ویب پاڼې ته ویلي دغه برید د دته خیل تحصیل په لواړه منډۍ سیمه کې شوی .

سرچینې وایي د پاکستاني طالبانو د تحریک مهم کمانډر عبدالرحمان سیدګي اؤ شپږ نور جنګیالي هم په برید کې وژل شوي دي.

د شمالي وزیرستان د طالبانو په نوم د طالبانو د یوې ډلې ویاند عبدالله وزیرستاني هم میډیا ته منلې چې دغه حمله کې اووه طالبان اؤ درې مزدوران وژل شوي دي.

شمالي وزیرستان په تیرو وختونو کې د طالبانو اؤ القاعده مضبوط مرکز ؤ اؤ دغلته به د نړۍ د مختلفو برخو نه راټولو شوؤ جنګیالو خپل ترهګریز پلانونونه تیارول.

وروستو پرله پیسې امریکایي ډرون بریدونو کې د طالبانو اؤ القاعده ګڼ د سر مشران اؤ کمانډران ووژلی شول .

پاکستاني پوځ هم په ۱۵ جون ۲۰۱۴م کې دغلته د جنګیالو په ضد دضرب عضب په نوم عملیات پیل کړل اؤ دعوه کوي چې په دغو عملیاتو کې یې د ترهګرو نیټ ورک مات کړی اؤ هغوئ د وزیرستان څخه افغانستان ته تښتیدلي دي.

خو طالبان بیا هم وخت په وخت پاکستان کې په امنیتي ځواکونو ، عامو وګړو، په حکومتي ودانیو اؤ تعلیمي ادارو د بریدونو په کولو سره خپله موجودګي ښایي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG