لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو مشر فضل الله د خپل استاذ د لُور سره په زور واده کړی، احسان


د پاکستان پوځ نزدې لس ورځې وړاندې د طالب ویاند په خپله ځان پوځ ته سپارلو خبر خپور کړی ؤ، ولې دا يې نه ؤ ويلي چې هغه کله او کوم ځای ځان سپارلی دی.
د پاکستان پوځ نزدې لس ورځې وړاندې د طالب ویاند په خپله ځان پوځ ته سپارلو خبر خپور کړی ؤ، ولې دا يې نه ؤ ويلي چې هغه کله او کوم ځای ځان سپارلی دی.

د پاکستان د پوځ په ولقه کې د پاکستاني طالبانو پخوانی وياند احسان الله احسان وايي، "د حکيم الله محسود د وژنې وروستو شورا فېصله وکړه او خڅڼی وشو او مولانا فضل الله په خڅڼي امير جوړ شو، او امير داسې سړی جوړ شو چې د خپل استاز د لُور سره يې په زور واده وکړو او بوتلې يې ده".

د پاکستان پوځ نن د شورو/چهارشنبې په ورځ يوه ويډيو خپرې کړې او د تحریک طالبان پاکستان او جماعت الاحرار ډلې پخواني وياند احسان الله احسان پکې دغه خبرې کړي دي.

د پاکستان پوځ نزدې لس ورځې وړاندې د طالب ویاند په خپله ځان پوځ ته سپارلو خبر خپور کړی ؤ، ولې دا يې نه ؤ ويلي چې هغه کله او کوم ځای ځان سپارلی دی.

په تازه ويډيو کې ناست دغه تن چې د يو رنګ جامې، واسکټ يې اچولي او هم د دغه رنګ پکول يې په سر دی وايي،

"زما نوم لیاقت علي عرف احسان الله احسان دی، زما تعلق د مومند ايجنسۍ سره دی، په کال ۲۰۰۸م کې په تحريک طالبان پاکستان کې شامل شوی وم هغه وخت زه د کالج طالب علم وم".

پخوانی طالب ویاند وایي، د ټي ټي پي مومند، ټي ټي پي مرکزي او جماعت الاحرار ویاند پاتې شوی یم.

هغه وايي د طالبانو سره یې په نهه کاله موده کې ډېر څه ليدلي دي، په اړه يې وايي

" طالبانو د اسلام په نوم خلک ګمراه کړي او بهرتي کړي دي په خصوصي توګه ځوان. او طالبانو به چې په خپله کومه نعره وهله هغه يې په خپله هم نه پوره کوله، د اميرانو يوه مخصوصه ټوله ناسته ده د خلکو نه قلنګ اخلي بې ګناه خلک وژني په سکولونو کالجونو او يونيورسټو حملې کوي".

هغه د طالبانو د مشر حکيم الله محسود د وژنې وروستو د طالبانو د مشرجوړېدو په اړه وايي،

"چې په قبايلي سيمو کې پوځي عمليات پېل شو د طالبانو په مينځ کې د مشرۍ دپاره زغل شروع شو او چې د حکيم الله محسود د وژنې وروستو د نوي مشر جوړېدو سلسله پېل شوه نو د انتخاباتو په رنګ کمپاين وچلول شو او په دې زغل کې عمرخالدخراساني، خان سيدسجنا او مولوي فضل الله دا ټول خلک شامل ؤ".

مشر څنګه وټاکل شو؟ "هر يو غوښته چې مشر جوړ شي بيا شورا فېصله وکړه او خڅڼی وشو او مولانا فضل الله په خڅڼي امير جوړ شو، نو د داسې تنظيمونو نه څه طمه کېدی شي چې مشر يې په خڅڼي يې جوړ شي او بیا امير هم داسې سړی جوړ شي چې د خپل استاز د لُور سره يې په زور واده وکړو او بوتله يې".

هغه وايي " چې په شمالي وزيرستان کې اپرېشن وشو نو مونږ ټول افغانستان ته لاړو، بیا ما وليده چې د دې خلکو (طالبانو) د "اېن ډي اېس" او "را" سره تعلقات سېوا شو هغويې د دويې ملاتړ وکړه مالي مرسته يې ورسره وکړه دويې ته يې اهداف ورکړه او دويې ترې د هر کار قيمت اخستی دی".

دی وايي طالب مشرانو خپل جنګیالي د پاکستان پوځ ته پرېښوده او په خپله خوندي ځايونو ته لاړه، هغه زياتوي چې کله طالبانو د افغانستان او هند د استخباراتي ادارو "اېن ډي اېس" او" را" نه مرستې اخستل شروع کړه نو وايي،

"ما عمرخالدخراساني ته وويل چې دا خو مونږ د کفارو مرسته کوو په خپل ملک کې د خپلو خلکو په ضد عمليات کوو د هغو په پېسو نو دا خو دهغويې مرسته ده نو هغه راته وويل چې پاکستان کې د ترهګرۍ دپاره که اسرائيل هم مرسته راکوي اخلم يې ترې".

دی وايي طالب مشران د يوې خاص ايجنډې او خپلو شخصي ګټو دپاره داسې کوي.

نوموړی تور لګوي چې د طالب مشرانو د اېن ډي اېس سره اړيکې دي او هغوي ورته تذکرې ورکړي او په ازاده پرې په افغانستان کې ګرځي، که تذکرې ورسره نه وي نو دوي نشي کولی چې په افغانستان کې وګرځي.

هغه وايي په وروستیو کې د پاکستان پوځ د افغانستان په پرچا او لال پوره علاقو کې د جماعت الاحرار قوي مرکز په هدف کړی او مهم مشران يې ورله وژلي دي.

د لياقت علي په نوم دغه تن وايي، چې د اپرېشن نه وروستو طالبانو ته په رسنیو کې د ځای نه ورکړی کېدو نو طالبانو د ټولنيزو اړيکو د لارې کمر عمره کسان د اسلام په نوم راوپارول د اسلام غلط مخ يې ښکاره کړو او ځوانان يې پکې ګېر کړه.

د يادونې ده د طالبانو د ویاند په توګه رسنيو سره د اړيکو او ټولنيزو اړيکو په ويب پاڼو د احسان الله احسان په نوم تن فعال ؤ.

څيړونکي وايي د پاکستان پوځ د احسان الله احسان تسليمېدل کاميابي ګڼي ولې دغه تن په ملاله يوسفزۍ، په واهګه پوله، د پنجاب وزيرداخله شجاع خانزداده باندې د ځانمرګي برید او په سلګونو خلکو د وژنې زمه وارۍ قبولې کړي دي، پکار ده چې په ده په پوځي عدالت کې مقدمه وچلول شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG