لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلخ پوځي مرکز کې د وژل شوؤ سرتيرو شمېره د ۲۵۰ نه سېوا ده، راپور


ټي وي چېنل د هغو ولايتونو نومونه هم ويلي چرته چې مړي وړل شوي او خاورو ته سپارل شوي دي.
ټي وي چېنل د هغو ولايتونو نومونه هم ويلي چرته چې مړي وړل شوي او خاورو ته سپارل شوي دي.

د افغانستان تر ټولو غټ ټيلي ويژن راپور ورکړی چې د جمعې په ورځ جنوبي بلخ ولايت کې غټ پوځي مرکز باندې د طالبانو په بريد کې ۲۵۰ پوځي سرتيري وژل شوي او تور يې لګولی چارواکي په دغه اړوند "رښتيا پټوي".

حکومت په دې خبره هم د نيوکو لاندې دی چې د بلخ په مرکز مزار شريف کې د افغان ملي اردو په ۲۰۹شاهين قول اردو باندې د بريد څو ورځې وشوې ولې پېښه کې يې د وژل شوؤ شمېره ښکاره نه کړه.

د افغانستان د مشرانو د جرګې مرستيال مشر د اتوار په ورځ وکيلانو ته ويلي امنيتي چارواکو ورته د وژنو شمېره ۱۳۱ ويلې، خو ولايتي سياستمدارو دغه شمېره د ۱۵۰ نه زياته ويلې ده.

طلوع نیوز د باوري سرچينو څخه دغه خبر خپور کړی چې "د بېلابېلو سرچينو د لارې رايوځای کړی شوو معلوماتو ترمخه تراوسه پورې په لسو ولايتونو کې د ۲۵۰ سرتېرو د وژنې پخلی شوی دی".

ټي وي چېنل د هغو ولايتونو نومونه هم ويلي چرته چې مړي وړل شوي او خاورو ته سپارل شوي دي.

دولتي چارواکي ټينګار کوي چې د وژنو د شمېرې ښکاره کولو سره د طالبانو په ضد جګړه کې بوخت د افغان سرتېرو حوصلې کمزورې کوي، او ناقدين وايي حکومت د وژل شوؤ د شمېرې نه ښکارولو په توګه د هغوي بې احترامي کوي.

چارواکو او طالب وسله والو ويلي په پوځي جامو کې ۱۰ وسله والو دغه بريد کړی او د جمعې په نمانځه کې شريک افغان سرتيري يې په هدف کړی وو.

عېني شاهدينو او امنیتي سرچینو ويلي طالبان په دوه پوځي ګاډو کې په جعلي کارډونو او د يو ژوبل سرتيري بيرته د راوړو په بهانه مرکز ته ننوتي وو.

دغه پېښې د افغان امنيتي ادارو په توان او ثبات هم ګوتې راپورته کړي دي.

د ګل په ورځ د دفاع وزیر او د پوځ سرلښکر د خپلو چوکو استعفې ورکړي او صدر اشرف غني د شاهين قول اردو د مشر په ګډون څو پوځي افسران هم د خپلو چوکو نه بدل کړي دي.

په لوړه کچه د پېښې پلټنې پېل کړی شوي چې بريد کوونکي پوځي مرکز ته څنګه ورسېدل او ايا دويې ته د دننې نه مرسته هم حاصله وه؟.

چارواکو ويلي څلور مشکوک افغان سرتېرو د دننه نه د بريدګرو مرسته کړې ده.

پوځي مرکز کې امریکايي صلاح کار او تربيه کوونکي هم موجود وو.

طالبانو په بريد کې د ۵۰۰ نه زياتو سرتېرو د وژنې او ژوبلولو ادعا کړې او بريد ته يې په افغانستان کې د پسرلني عملياتو پېلامه ویلي دي.

د امریکا د دفاع وزير جېمس مېټهس د ګل/دوشنبې په ورځ د کابل د سفر په مهال خبرداری ورکړی ؤ، "۲۰۱۷م کال د افغان ځواکونو او نړيوالو سرتېرو دپاره د تشدد څخه ډک بل سخت کال روان دی".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG