لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلخ کې د بريد وروستو د افغانستان د دفاع وزيراو پوځ مشر استعفی ورکړې


طالب وياند ادعا کړې چې د جمعې د ورځې د بريد څلور وسله وال يې د پوځي مرکز برخه پاتې شوي دي.
طالب وياند ادعا کړې چې د جمعې د ورځې د بريد څلور وسله وال يې د پوځي مرکز برخه پاتې شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزير او پوځ مشر دواړو د جمعې په ورځ بلخ کې په پوځي مرکز د خونړي بريد وروستو استعفی ورکړې، په دغه بريد کې لږترلږه ۱۴۰ سرتيري وژل شوي او يو شمېر ژوبل شوي وو.

د افغانستان په شمال کې پروت ښار مزار شريف کې د افغان ملي اردو د شاهين قول اردو باندې د برید زمه واري طالبانو قبوله کړې وه.

د افغان صدر اشرف غني دفتر ارګ په ټويټر باندې د "دفاع وزير عبدالله حبيبي او پوځ سرلښکر قدم شاه شهيم استعفې منظورې کړي دي".

د افغان چارواکو او عېني شاهدينو په وينا لس تنه ځانمرګو وسله والو هغه وخت په سلګونو سرتېرو برید کړی چې دوي د جمعې په نمانځه بوخت وو، دغه بريد د پوځ په خوندي مرکز کې دننه شوی ؤ.

چارواکو تراوسه پورې په بريد کې د وژل شوؤ کره شمېره نه ده ویلې.

حکومت د خالي/شنبې په ورځ د سرتېرو په وژنه د ملي ماتم اعلان کړی ؤ.

د بلخ ځينې چارواکو او سياستمدارو ادعا کړې چې په بريد کې د خصوصي ځواکونو په ګډون د ۱۸۰ نه زيات کسان وژل شوي دي.

د صدر وياند د اتوار/ يکشنبې په ورځ ويلي د پېښې پلټنې پېل کړی شوي دي.

شاه حسېن مرتضوي په کابل کې خبريالانو ته ویلي "افغان صدر په پوځي مرکز د بريد د پوره تکنيکي پلټنو امر کړی، پلټنې به صدر او افغان اولس ته قبولې وي".

په پوځي مرکز بريد د صدر اشرف غني په انتظاميه پوښتنې راولاړې کړې چې په مهمو امنيتي چوکو باندې خپلوان او نااهله کسان په ځای کړی شوي او هغوي په سرتېرو کې دننه د طالبانو د مشکوکو اړيکو په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.

طالب وياند ادعا کړې چې د جمعې د ورځې د بريد څلور وسله وال يې د پوځي مرکز برخه پاتې شوي دي.

د يکشنبې په ورځ د امریکا د ملي امنيت صلاح کار اېچ.ار مک ماسټر د خپل افغان سيال حنيف اتمر سره خبرې کړي او ترهګر بريد يې غندلی ؤ.

د حنيف اتمر دفتر ويلي "مک ماسټر ورته د صدر ټرمپ د انتظاميې او امریکايي وګړو په استازيتوب د افغان وګړو او امنيتي ځواکونو سره د ملاتړ باور ورکړی"، او اتمر مک ماسټر ته ويلي حکومت يې ژمن دی چې افغان ځواکونه د دښمن د ليکو څخه پاک کړي.

امريکايي پوځ پرله پسې دا اندېښنه څرګند کړې چې افغان پوځ کې په زرګونو داسې عسکر شتون لري چې وجود نه لري او تنخواه ګانې اخلي.

کابل کې يوه میاشت وړاندې د ملک تر ټولو غټ پوځي روغتون باندې بريد کې د ډاکټرانو او سرتېرو په ګډون د ۵۰ نه زيات کسان وژل شوي وو، د دغه بريد زمه واري د داعش ترهګرو قبوله کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG