لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فرانس د صدارتي انتخاباتو په دویم پړاؤ کې دوه امیدوارن مقابلې ته ووتل


انتخاباتو کې د بريا دپاره يو کانديد ته د ۵۰ فيصده نه زیاتې رائې اخستل ضروري دي،
انتخاباتو کې د بريا دپاره يو کانديد ته د ۵۰ فيصده نه زیاتې رائې اخستل ضروري دي،

په فرانس کې صدارتي انتخابات د اتوار، یکشنبې، په ورځ سر ته ورسیدل او د ابتدايي، غیرسرکاري نتیجو ترمخه، د ووټونو په ١١ امیدوارانو کې دوه امیدواران به د انتخاباتو په دویم پړاو کې د یو بل سره مقابله کوي.

ووټونو د سر ته د رسیدو ورسته، د اتبدايي اندازو ترمخه، د منځ لاري سیاسي نظريي نمایندگي کونکی امیدوار امینیول میکرون تر ټولو زیاتې رای اخیستې وې. ورپسې میرین لپین وه چې د قام پرستۍ او د مهاجرت پرضد دریځ لري.

دا به د جدید فرانس په تاریخ کې وړمبی ځل وي چې د صدارتي انتخاباتو حتمي پړاو ته د غیر روایتي سیاسي پارټو امیدواران وځي.

ووټونه دپاره سخت حفاظتي اقدامات پرځای کړی شوي وو. په سرښار پېرس کې څو ورځې وړاندې د ترهګر بريد شوی و چې داعش يي ذمه واري په غاړه اخیستې وه. د امنيتي اندېښنو له کبله د انتخاباتو دپاره ۵۰زره پوليس، ۷ زره عسکر او خصوصي ځواکونه په ځای کړی شوي وو.

دا لمړۍ ټاکنې دي چې د کال ۲۰۱۵م د پېرس د بريدونو وروستو په رياست کې د بېړني حالت په مهال ترسره کيږي، او څيړونکي وايي د تېرې اوونۍ ډزې به ډېر رائې ورکوونکي رااوباسي.

د چېمپس ليزی د ډزو يوه ورځ وروستو د امریکا صدر ډونلډټرمپ په ټويټر ويلي ؤ، د دې به په صدارتي انتخاباتو ډېرې اغېزې وي.

د کمو رايو ورکولو د وړاندوينې باوجود په پېرس کې عېني شاهدينو ويلي د رايو اچولو د عمل نه څو ساعته وړاندې خلک د پولينګ سټېشنو نه بهر په قطارونو کې ولاړ وو.

انتخاباتو کې د بريا دپاره يو کانديد ته د ۵۰ فيصده نه زیاتې رائې اخستل ضروري دي، که داسې ونه شي نو بیا به د ټولو نه زياتو رايو اخستونکو دوه کانديدانو ترمنځ راتلونکې میاشت د انتخاباتو په دويم پړاؤ کې سيالي وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG