لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغان پوځیانو شوي برید کې د وژل شوؤ شمیر۱۳۵ؤ ته رسیدلی


جمعې تر ماښامه په برید کې د وژل شوؤ شمیره ۷۰ ښودل کیده
جمعې تر ماښامه په برید کې د وژل شوؤ شمیره ۷۰ ښودل کیده

دافغانستان دبلخ ولایت په مزار شریف کې د طالبانو لخوا په افغان امنیتي ځواکونو شوي برید کې د وژل شوؤ شمیره ۱۳۵ ته رسیدلې ده.

په شاهین قول اردو دغه برید د جمعې د نمونځ په وخت ۱۰ؤ وسله والو طالبانو کړی ؤ.

د شاهین ٢٠٩ قول اردو ویاند قهار آرام امریکا غږ ته ویلي وؤ چې جگړه کې اته افغان پوځیان وژل شوي دي او ١١ تنه نور ټپیان دي.

دجمعې تر ماښامه په برید کې د وژل شوؤ شمیره ۷۰ ښودل کیده خو د خالي په ورځ مطبوعاتو ویلي چې د وژل شوؤ شمیره ۱۳۵ؤ ته لوړه شوې ده.

راپورونه وایي دغه برید دپاره طالبان په دوؤ پوځي موټرو کې ورغلي وؤ او دوئ دفارياب د پوځي قعطې نقلي کارډونه هم لرل.

په افغانستان کې د ناټو قوماندان جنرال جان نیکلسن د جمعې په ورځ پخپل یو بیان کې ویلي وؤ په بلخ کې په افغان سرتیرو د طالبانو دغه حمله په جومات او د ډوډۍ خوړلو په خونه شویده.

جنرال نیکلسن دغه حمله یوه وحشیانه عمل بللی ؤ.

طالبانو د پېښې پړه په غاړه اخیستې. د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد ویلي چې لومړی یو ځان وژونکی برید ترسره شوی او بیا یې نور وسله وال پوځي مرکز ته ننوتي.

افغان پوځي چارواکي وايي د مخالفینو لخوا پدغه برید کې یې ټول برید کونکي وژلي چې ځینو یې د امنیتي ځواکونو دریشۍ په غاړه لرلې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG