لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چترال: په زرګونو قهرژن مظاهرچیان دمذهب دسپکاوي په تور دلیوني هلک وژلو پسې ورټول شوي


د جومات ملا نمونځ ګزارو ته ویلي چې دغه ځلمي دنبوت دعوه کول غوښتل
د جومات ملا نمونځ ګزارو ته ویلي چې دغه ځلمي دنبوت دعوه کول غوښتل

د خیبرپښتونخوا په چترال کې په زرګونو پاریدلي خلک د یو ذهني ناروغه ځلمي د مذهب د سپکاوي په تور وژلو دپاره دپولیسو د تاڼې بهر راغونډ شوي.

تر دې مهاله پولیسو په پاریدلو مظاهرینو اوښکې بهیونکی ګیس کارولی اؤ د ځلمي د ژوند بچ کولو دپاره یې فوځ ته د مرستې خواست کړی. خو سرچینې وایي مظاهره چیان په هر صورت غواړي دغه ځلمی ووژني اؤ ددې دپاره د پولیسو مخې ته کلک مزاحمت کوي.

د ۲۴ کلن ځلمي رشید په هکله ویل کیږي چې هغه یو لیونی دی اؤ له دې وړاندې یې په قطر کې خواري مزدوري کوله، خو هلته د خپل ذهني توازن بائیللو وروستو تیر کال خپل ورور پاکستان ته د علاج دپاره راوستي ؤ.

د پېښې په اړه ځايي کسانو وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته ویلي د جمعې د نمونځ په مهال د چترال د شاهي جومات ملا د چترال د سوراج سیمې اوسیدونکی ۲۴ کلن رشید نومې ځلمی چې د پلار نوم یې محمد دین دی لمړی د پیغمبرۍ په دعوې کولو تورن کړو اؤ بیا یې پولیسو ته وسپارلو.

سرچینې وایي دغه ځلمي د جمعې د نمونځ په مهال د جومات ملا څخه مایک وغوښتو چې هغه نمونځ ګزارو ته څه ویل غواړي، خو کله چې ملا هغه سره په غوږ کې خبرې وکړې نو بیا یې پولیس راوغوښتل اؤ دغه ځلمی یې ورته حواله کړو.

سرچینې زیاتوي وروستو د جومات ملا عامو خلکو ته وویل چې دغه ځلمي ترې مایک ددې دپاره غوښتو چې د خپل نبوت اعلان وکړي اؤ د ملا په دغه خبره د خواوشا ټولو کلیو خلک راوپاریدل.

د سرچینو په وینا دا مهال د چترال د لرې لرې سیمو څخه په زرګونو خلک د چترال بازار د پولیسو تاڼې ته ورټول شوي اؤ هڅه کوي دغه ځلمي ووژني.

په تاڼه د ورختلو هڅه کې پولیسو په دغو قهریدلو مظاهرینو د اوښکو بهیونکی ګیس کارولی اؤ پوځ یې دخپلې مرستې دپاره راغوښتی خو سرچینې وایي چې په سیمه کې حالات زیات تاؤژن دي اؤ مظاهرین د پولیسو مخې ته کلک ولاړ دي. سرچینې وایي دغه پاریدلي‌ مظاهرچیان د پولیسو نه غوښتنه کوي چې نیول شوی ځلمی رشید هغوئ ته وسپاري خو پولیسو د هغوئ مخه نیولې ده.

تیره اوونۍ د خیبر پښتونخوا د مردان عبدالولي خان یونیورسټۍ کې هم د جرنلزم دڅانګې یو زده کوونکی مشال خان د یونیورسټۍ په سوؤنو پاریدلو محصلینو د مذهب د سپکاوي په تور وژلی ؤ.

وروستو پولیسو پخپلو لمړنیو پلټنو کې وویل چې مشال خان د مذهب هیڅ سپکاوی نه دی کړی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG