لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تازه څیړنې ښایي قبائیلي سیمو کې د طالبانو د حملو توان سیوا شوی


FILE - A Taliban militant is seen walking in Pakistan's tribal region of North Waziristan. Aug. 12, 2013. American author Paul Overby was hoping to reach to the region when he went missing in May of 2014.
FILE - A Taliban militant is seen walking in Pakistan's tribal region of North Waziristan. Aug. 12, 2013. American author Paul Overby was hoping to reach to the region when he went missing in May of 2014.

دپاکستان دقبائیلي سیمو د امنیت اؤ احتساب په هکله کارکوؤنکې څیړنیزې غیر دولتي ادارې (فاټا ریسرچ سنټر) پخپل یو تازه راپور کې ویلي د روان کال د لمړیو دریوؤ میاشتو په مهال قبائیلي سیمو کې د ترهګرۍ سره تړلو پیښو کې ۷۲ فیصدي زیاتوالی راغلی.

ددغه ادارې څیړنکاران د ترهګرۍ پيښو کې ددغه زیاتوالي علت دبیلابیلو ترهګرو ډلو یو ځل بیا دپاکستاني طالبانو لیکې ته ورګډیدل اؤ دهغوئ د ورانکارۍ توان کې اضافه ښائي.

د فاټا ریسرچ سنټر دغه تازه راپور وایي چې د روان کال په لمړو دریوؤ میاشتو کې تشدد سره تړلې یو ۱۱۹ پیښې ثبت شوي چې پکې ۵۷ ترهګریزې اؤ ۶۲ فیصدي د ترهګرۍ په ضد عملیاتو سره تړلي.

راپور د کال ۲۰۱۷م په لمړو دریوؤ میاشتو کې په ترهګریزو بریدونو کې اضافه ښائي اؤ وایي دغو بریدونو کې ۴۹۱ کسانو ته زیان اوښتی دی چې تیرکال یې شمیره ۱۸۰ وه.

د راپور له مخې دغو بریدونو کې ۲۸۱ کسان وژل شوي اؤ ۲۱۰ ژوبل شوي دي.

راپور وایي ۵۰ فیصدي پیښو کې عام وګړي،۳۷ فیصدي ترهګر،۱۱فیصدي امنیتي عسکر اؤ دوه فیصدي دامن لښکرو غړي په نخښه شوي.

د فاټا ریسرچ سنټر د امنیتي چارو د سر څیړنکار عرفان الدین وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته ویلي قبائیلي سیمو کې ترهګریزو بریدونو اؤ مرګ ژوبله کې اضافه ښایي چې ترهګرو ډلو بیرته په دغو سیمو کې د بریدونو عملي توان ترلاسه کړی.

هغه وايي دخان سید سجنا دجنګیالو اؤ جماعت الاحرار ډلې دپاکستاني طالبانو تحریک کې بیا ورګډیدو سره قبائیلي سیمو کې ددغو ترهګرو ډلو د عملیاتو توان سیوا شوی اؤ داسې ښکاري چې اوس هغوئ د لویو اؤ منظمو بریدونو کولو پوزیشن ته راغلي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د مرګ ژوبلې په حوالې سره دپاکستان قبائیلي سیمه کرم ایجنسي ترټولو زیاته ناقراره پاتې شوې .

د پاکستان د بیلابیلو قبائیلي سیمو څخه د مرګ ژوبلې ۲۱۲ پیښې په ګوته شوي چې په هغې کې خیبرایجنسۍ کې ۱۱۹، مهمندایجنسۍ کې ۶۶ ، سویلي اؤ جنوبي وزیرستان کې ۱۳ اؤ ۱۷ د مرګ ژوبلې پیښې شوي دي.

راپور کې محسود طالبان ، ټي ټي پي اؤ جماعت الاحرار د روان کال په لمړیو دریوؤ میاشتو کې د سیمې تر ټولو پیاوړې ترهګرې ډلې ښودل شوي دي

Recommended

XS
SM
MD
LG