لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه دې د ايران او حزب الله په ضد اقدام وکړي، امريکا


د ټرمپ انتظاميه وايي چې هغه به د ۹۰ ورځو په جاج اخستو کې پرېکړه کوي چې ایا په ايران لګېدلي بندېزونه ځنډول د امريکا د امنيت په غوره ګټه کې ده که نه ده.
د ټرمپ انتظاميه وايي چې هغه به د ۹۰ ورځو په جاج اخستو کې پرېکړه کوي چې ایا په ايران لګېدلي بندېزونه ځنډول د امريکا د امنيت په غوره ګټه کې ده که نه ده.

د امريکې سفيرې د زيارت/پنجشنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د ايران او وسله والې ډلې حزب الله په اړه خبرې کړي چې ملګري ملتونه دې د دې زياتېدونکې ګواښ په ضد اقدام وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا په مياشتنۍ غونډه کې زيات پام په منځني ختيځ او خصوصي توګه اسرائيل فلسطين په کشاله باندې وو.

په غونډه کې د امريکې سفيرې نېکې هيلې وويل امنيتي شورا له هغو معاملاتو پله هم پام ګرځول پکار دي کوم چې د سيمې دپاره ګواښ جوړيږي.

امریکايي سفارتکارې ويلي مونږ ته پېل د ټولو نه غټ مجرم ايران او د هغه شراکت دارې ملېشې حزب الله نه کول پکار دي. د هغې اشاره د لبنان وسله والې ډلې پله وه کومه چې امريکې ترهګره ډله ګرځولې ده.

هغې ويلي دوي دواړو سيمه د بې ثباتۍ سره مخ کولو دپاره د ترهګرۍ او وسله والو عملياتو سازش تيار کړی دی.

دا وخت هغه د بشارالاسد د بربريت سره ولاړه ده او د هغه د پوځونو سره په شريکه جنګيږي. هغه د ملګي وګړو په وژنو کې د زرګونو شمېره سېوا کوي او د لاکونو په شمېره کې خلک د کډوالې په ژوند مجبوروي.

امریکايي سفيرې ويلي، هغه په عراق کې بې رحمه جنګيالي تربيه کوي او يمن کې حوثيانو له وسله ورکوي.

هغې زياته کړې امنيتي شورا دې زياتېدونکې ګواښ پله ډېر کم پام اړوي، ولې امريکا داسې نه کوي. هغې ويلي مونږ به دايران او حزب الله سره خبره کوو او مونږ به د دې د غېرقانونه عملياتو په ضد اقدامات کوو.

د ټرمپ انتظاميه وايي چې هغه به د ۹۰ ورځو په جاج اخستو کې پرېکړه کوي چې ایا په ايران لګېدلي بندېزونه ځنډول د امريکا د امنيت په غوره ګټه کې ده که نه ده.

نېکې هیلې د امنيتي شورا سفارتکارو ته ويلي، امريکا به د ايران هغې رويې چې تعلق يې د ايران جوهري پروګرام پراخولو سره دی، خپل غبرګون څرګندولو ته انتظار ونه کړي.

هغې ويلي ایران هغه شان د ترهګرۍ مشري کوونکی رياست دی او مونږ به د ترهګرۍ او سيمې د بې ثباتۍ په اړوند د هغه د هلوځلو د مخې نيولو دپاره خپل ټول بندېزونه نافذ کوو.

سږ کال په فرورۍ کې ټرمپ انتظاميې په ۲۵ تنانو او ادارو باندې د بېلسټک ميزائل پروګرام يا سپاه پاسداران انقلابې اسلامي د مرستې په تور کې بندېزونه لګولي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG