لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگرو ملتونوپاکستان نه غوښتي د مشال خان غوندې پیښو مخنيوي لپاره څه ګامونه لري؟


پاکستان څخه وپوښتل شول چې په دغو محکمو کې مقدمې ولې پټې چلیږي، څارونکو ته یې د څارنې اجازه ولې نه ورکړل کیږي
پاکستان څخه وپوښتل شول چې په دغو محکمو کې مقدمې ولې پټې چلیږي، څارونکو ته یې د څارنې اجازه ولې نه ورکړل کیږي

د تشدد پر ضد د ملګرو د کمیټۍ په غونډه کې د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې په تشدد د وژل شوي طالبعلم مشال خان وژنې ته ګوته نیول شوي اؤ پاکستان څخه ځواب غوښتل شوی چې ریاست د اړي ګړي ددغسې پیښو مخنیوي دپاره څه ګامونه اخستي دي؟

ملګرو ملتونو پاکستان کې د پوځي محکمو په بیا فعالیدو، دخلکو په بې درکه کولو اؤ د بند په مهال د تشدد په معاملو کلکې پوښتنې راولاړې کړي دي.

د پاکستاني مطبوعاتو ترمخه د تشدد په ضد دملګرو د ملتونو دکمیټې دغه غونډه په جینوا کې شوې چې مقصد یې پاکستان کې خلکو سره دسپکاوي د کیدونکي چلند، سزاګانو اؤ شدت په ضد دملګرو ملتونو د تړون څخه دپاکستان په سرغړونه بحث کول وؤ.

مطبوعاتو لیکلي دپاکستان پلاوي دبشری حقونو د وزیر سینیټر کامران مائیکل په مشرۍ دغه غونډه کې د یوې ویډیو د لارې برخه لرله چې د کمیټې غړو ترې پاکستان کې د بشري حقونو په هکله سختې پوښتنې وکړې.

غونډه کې د پاکستان دننه د پوځي محکمو دبیا فعالیت اؤ اختیاراتو معامله راپورته کړی شوه اؤ پاکستان څخه وپوښتل شول چې په دغو محکمو کې مقدمې ولې پټې چلیږي، څارونکو ته یې د څارنې اجازه ولې نه ورکړل کیږي اؤ ددغو مقدمو لیکلې پریکړې ولې مخې ته نه راځي؟

دقاضیانو دپاره د نړیوال کمیشن غړې ریما عمر په دغه مهال ویلي تیر کال چې پاکستان کوم رپورټ د ملګرو ملتونو کمیټې ته ورکړی هغې کې داسې یو مثال هم نه لیدل کیږي چې ښایي په دغه هیواد کې د تشدد کومه مقدمه کې یو ریاستي افسر ته هم سزا ورکړل شوي وي.

په پاکستان کې د انساني حقونو کارکونکي هم د پوځي عدالتونو مخالفت کوي.

د انساني حقونو د غیر حکومتي تنظیم هیومن رایټس کمیشن اف پاکستان غړی او قانوني ماهر کامران عارف وي او ای ډیوه ته ویلي پاکستان د تشدد خلاف نړي والې لوظ نامې لاس لیک کړې دي او ددې له مخه پابند دی چې پوځي عدالتونه قایم نه کړي. "دا د پاکستان د نړي والو پابندیو خلاف ورزي ده،" هغه وویل.

کامران عارف زیاته کړه چې د پوځي عدالتونو د قایمولو دپاره د ائیني ترمیم دلاندې په پاکستان کې بنیادي حقونه ځنډیدلي دي.

راپور زیاتوي پاکستاني پلاوي ته دمیدیا دبیلابیلو راپورونو په اساس وویل شول چې ددغه هیواد په زندانونو کې په زیاتره بندیانو تشدد کیږي اؤ حتی ځینې د بند پرمهال د جنسي تیري هم ښکار کیږي.

په دغه مهال د پاکستان د بشري حقونو وزیر کامران مائیکل ویلي دي د پاکستان ائین د تشدد د استعمال اجازه نه ورکوي اؤ ریاست دا مني چې وهل ټکول یوه زړه طریقه ده چې د انساني درناوي په ضد ده.

هغه وویل پاکستان دملګرو ملتونو د تړون له مخې د بشري حقونو د درنښت خپلو وعدو ته ژمن دی .

پاکستان په کال۲۰۱۰م کې د تشدد په ضد د ملګرو ملتونو د تړون ملاتړ کړی ؤ په هغې د عمل کولو راپور یې تیرکال د ملګرو ملتونو دغه کمیټې ته وړاندې کړی ؤ.

راپور وایي پاکستان نه چې د بشري حقونو د سرغړونو په هکله کومې سختې پوښتنې شوي دي جواب به یې د کمیټې د غونډې په دوهمه برخه کې ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG