لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکا د ملي امنيت صلاح کار کابل ته رسېدلی


د افغان صدر اشرف غني دفتر مک ماسټر ته د کابل په راتګ هرکلی ويلی او مننه يې ترې کړې چې د امريکا مرستې يې د افغانستان سره دوامداره ساتلي دي.
د افغان صدر اشرف غني دفتر مک ماسټر ته د کابل په راتګ هرکلی ويلی او مننه يې ترې کړې چې د امريکا مرستې يې د افغانستان سره دوامداره ساتلي دي.

د امريکا د ملي امنيت صلاح کار هربرت رېمنډ مک ماسټر نن د يکشنبې په ورځ کابل ته رسېدلی دی، هغه به په کابل کې د حکومتي او امنيتي چارواکو د ليدنې سره هلته په ځمکه د موجودو امریکايي ځواکونو د حال ارزونه هم وکړي.

مک ماسټر په داسې وخت کې دغه سفر کوي چې د امریکايي ځواکونو مشر په افغانستان کې د ۸۴۰۰ عسکرو پياوړي کولو دپاره د "څو زرو" نورو عسکر غوښته کړې ده .

د افغان صدر اشرف غني دفتر مک ماسټر ته د کابل په راتګ هرکلی ويلی او مننه يې ترې کړې چې د امريکا مرستې يې د افغانستان سره دوامداره ساتلي دي.

افغان صدارتي دفتر ويلي مک ماسټر د صدر اشرف غني سره په ارګ کې ليدلي او په ليدنه کې د "دواړو لورو د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو تر منځ د اړیکو او همکاریو تر څنګ له تروریزم، نشه یي توکو او فساد سره د مبارزې په اړه هم بحث او خبرې وکړې".

جمهور رئیس غني د امریکا متحده ایالتونو د ملي امنیت صلاح کار او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال له افغانستان سره د امریکا متحده ایالتونو د همکاریو او همدارنګه د یاد هېواد د ځواکونو د هلو ځلو او قربانیو قدرداني وکړه.

امریکايي چارواکي د اجرائي رئيس عبدالله عبدالله او نورو چارواکو سره هم ليدلي او خبرې يې ورسره شوي دي.

جنرال مک ماسټر ويلي "موږ په واضحه توګه دا درک کوو چې د افغانستان حکومت د دقیقې ارزونې ترڅنګ له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د اصلاحاتو په راوړلو زیات تمرکز لري".

نوموړي د امریکا متحده ایالتونو د حکومت او خلکو په استازیتوب له افغانستان سره همکاریو ته د دوام ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان د پوځ مرستيال مشر جنرال مرادعلي پخلی کړی چې مک ماسټر کابل ته د رارسېدو وروستو د خپل افغان سيال حنيف اتمر سره ليدلي دي.

نوموړي ويلي د لوړ پوړي امريکايي امنيتي چارواکي دا سفر څرګندوي چې امريکا د ګډد ښمن ترهګرۍ په ضد دخپل اتحادی کلکه مرسته کوي.

هغه زياته کړې چې مک ماسټر به د دفاع د چارواکو سره هم وويني او هيله يې څرګنده کړې چې امريکا به د افغان ځواکونو د مرستې دپاره د عسکرو شمېره هم سېوا کړي.

لوړ پوړی امریکايي په داسې وخت کې افغانستان ته راغلی چې نزدې څلور ورځې وړاندې امریکايي ځواکونو د پاکستان سره پولې ته نزدې د دغه هېواد ننګرهار ولايت کې دداعش په قوي مرکز تر ټولو غټ بم غورځولی دی.

جنرال مراد د بم غورځولو دفاع کړې او ويلي د بم غورځولو په پايله کې د اعش ۹۵ تُندلاري وژل شوي او سټراټيجيکي مرکز يې تباه شوی دی.

افغان چارواکو ويلي د زيارت د ورځې د غټ بم په برید کې ورته تراوسه دملکي وګړو د وژنې خبر نه دی ترلاسه شوی.

او جنرال مراد ويلي چې د برید په پایله کې د داعش د وژل شوؤ تُندلارو شمېره د ۹۵ هم سېوا کېدی شي.

صدر اشرف غني د امریکايي بم ملاتړ کوي او پخواني صدر حامد کرزي يې په سختۍ سره غندنه کړې ده.

پخواني افغان صدر حامدکرزي د شنبې په ورځ ويلي هغه د خپل هېواد نه د امریکايي ځواکونو ويستو دپاره کمپاېن پېلوي، ځکه چې دوي د افغانستان په خاوره د "ټولو بمونو مور" نومې بم کارولی دی.

نوموړي ويلي دا "وحشيانه" عمل او د بم ازموينه يې مقصد ؤ، نه چې داعش يې په هدف کړی دی.

بل لور ته د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان قبايلي سیمه کرمه ايجنسۍ کې چارواکو ویلي په ننګرهار کې د غټ امریکايي کارېدلي بم زور دغلته رارسېدلی او په ودانو کې يې چاؤدونه راوستي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG