لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي کوريا د ميزايل ازموينه ناکامه شوې


دا په داسې حال کې امريکا شمالي کوريا ته خبرداری ورکړی دغه ډول عمل ته به سخت غبرګون ويلی شي
دا په داسې حال کې امريکا شمالي کوريا ته خبرداری ورکړی دغه ډول عمل ته به سخت غبرګون ويلی شي

د جنوبي کوريا پوځ ويلي شمالي کوريا چې د يکشنبې/ اتوار په سحر د میزائل کومه ازموينه کړې، ناکامه ګڼل کيږي.

دا په داسې حال کې امريکا شمالي کوريا ته خبرداری ورکړی دغه ډول عمل ته به سخت غبرګون ويلی شي، په کوم کې چې ممکنه پوځي ځواب هم شامل دی.

د امريکا د پېسفک کمانډ ويلي د شمالي کوریا "میزايل زر چاؤدلی" او دا د ملک په ختيځ ساحل کې د سينپو اډې نه الوځول شوی ؤ.

د سپينې ماڼۍ مرستيالانو ويلي، مرستیال صدر مايک پينس ته د میزايل د ناکامۍ احوال تېر کړی شوی او هغه د صدر ډونلډټرمپ سره په تماس کې دی.

پينس د اسيا د لس ورځني سفر په سر کې د يکشنبې په سحر سپوؤل ته رسېدلی دی.

د امریکې د دفاع سيکرټري جيم مېټس د میزايل ازموينې وروستو ويلي، "صدر او پوځي ټيم يې د شمالي کوريا د ميزايل د تازه ناکامه ازموينې نه خبر دي، صدر په دې اړوند نور څه نه دي ويلي".

د شمالي کوريا دا ازموينه په داسې وخت کې ناکامه شوې چې امريکا خپل سمندري ځواک سيمې ته لېږلی چې خپل قوت ښکاره کړي، او د صدر ټرمپ انتظاميې سخت خبرداری ورکړی چې امریکا د شمالي کوريا په ضد د سېوا ګامونو پورته کولو تیاری کوي په کومو کې چې پوځي عمليات هم شامل دي.

شمالي کوريا د شنبې په ورځ د پوځي پرېډ مظاهره کړې او په دغه مهال د اوږدې فاصلې نوي سب مېرين ميزايلي هم ښکاره کړی شوي دي.

د يکشنبې په ورځ د میزايل ازموينه د سينپو سمندري اډې سره نزدې ناکامه شوې ده، شمالي کوريا کوريا دغلته په سمندري مرکز کې ايټمي موادو ته وده ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG