لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو د مشال خان قاتلانو ته د سختې سزا ورکولو غوښتنه کړې


ښاغلي بونی ویلي د مشال خان وژنه د کروړونو نورو محصلینو دپاره هم د بدنامۍ وړ ده
ښاغلي بونی ویلي د مشال خان وژنه د کروړونو نورو محصلینو دپاره هم د بدنامۍ وړ ده

ملګرو ملتونو د مردان په عبدالولي خان یونیورسټۍ کې د مذهب د سپکاوي په تور د وژل شوي طالب علم مشال خان په وژنه خفګان ښودلی اؤ ویلي یې دي پاکستان دې د مشال خان قاتلانو ته سزا ورکړي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو سیمه ایز رابطه کار یا کوارډینیټر نیل بونی ویلي د مشال خان وژنه ځکه ډیره زوروونکې ده چې هغه په یوه تعلیمي اداره کې د خپلو طالبعلمانو دلاسه وژل شوی .

مشال خان د صوابۍ د زیدې سیمې سره تعلق لرونکی ځلمي وؤ چې د مردان عبدالولي خان یونیورسټۍ کې یې د ژورنالیزم په څانګه کې زده کړې کولې .

دوه ورځې وړاندې ددغه پوهنتون په سوؤنو نورو طالبعلمانو په هغه د مذهب د سپکاوي‌ تور ولګولو اؤ په وهلو وهلو یې ووژلو.

پخپل یو بیان کې ښاغلي بونی ویلي د مشال خان وژنه د کروړونو نورو محصلینو دپاره هم د بدنامۍ وړ ده اؤ کوم خلک چې په دغه وژنه کې ککړ دي دپاکستان حکومت ورته باید سخته سزا ورکړي.

د ملګرو ملتونو رابطه کار زیاته کړې ده چې پاکستان د ملګرو ملتونو د بیلابیلو تړونونو غړی دی اؤ دغړي په توګه به ورته راتلونکي کې دداسې پیښو مخه نیول وي.

خو د ملګرو ملتونو ددغه لوړ پوړي چارواکي لخوا پاکستان نه د مشال خان قاتلانو ته د سزا ورکولو دغوښتنې ترڅنګ هم په مردان کې پرون متحده دیني محاذ په نوم د پاکستان د بیلابیلو مذهبي ګوندونو د مشرانو اؤ محصلینو په یوه غونډه کې د پاکستان د حکومت نه غوښتل شوي چې د مشال د وژنې په تور نیول شوي طالبعلمان خوشي کړي.

په ټوله نړۍ کې چې د یوې تعلیمي ادارې دننه یوازې د تورونو په اساس د مشال خان په وژنه نیوکې اؤ دخفګان څرګندونې روانې دي دغو مذهبي ګوندونو مطبوعاتو ته لیږلي بیان کې د مشال خان په وژنه افسوس خو نه دی ښکاره کړی خو ویلي یې دي چې یونیورسټي کې د توهین رسالت پیښه دغندلو وړ ده.

په عیني حال کې د مردان د پولیسو مشر یا ډي ایي جي ښاغلي عالم شینواري مطبوعاتو ته ویلي چې د لمړیو پلتڼو نه داسې هیڅ شواهد مخې ته نه دي راغلي چې ګنې مشال خان د مذهب سپکاوی کړی دی.

دخیبرپښتونخوا صوبې وزیراعلي هم د مشال خان د وژنې د پیښې د قضایي محکمې له لوري د پلټنو(جوډیشل انکوائرۍ) امر کړی اؤ ویلي یې دي چې د هغه په وژنه کې تورنو کسانو ته به داسې سخته سزا ورکړل کیږي چې راتلونکي کې به دخلکو دپاره سبق وي.

د مشال خان د وژنې ایف ار کې د شلو کسانو په ضد شوی چې پکې اته نیول شوي کسان د خالي په ورځ محکمې ته وړاندې کړل شوي اؤ پولیس وایي چې د نورو د نیولو دپاره چاپې وهي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG