لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله يوسفزۍ ته کېنېډا افتخاري تابعيت ورکړی


۱۹ کلنه ملاله يوسفزۍ شپږم شخصيت او تر ټولو کم عمره ده چې د کېنېډا افتخاري تابعيت ورته ورکړی شو.
۱۹ کلنه ملاله يوسفزۍ شپږم شخصيت او تر ټولو کم عمره ده چې د کېنېډا افتخاري تابعيت ورته ورکړی شو.

د خېبرپښتونخوا سېلګرۍ سيمې سوات سره تعلق لرونکې د نوبېل جائزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ ته کېنېډا افتخاري تابعيت ورکړی دی.

د تعلیم دپاره مبارزه کوونکې کم عمره نوبېل جائزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ د چهارشنبې په ورځ د کېنېډا پارليمان ته وینا کړې او هم هلته ورته افتخاري تابعيت ورکړی شوی دی.

د ملاله يوسفزۍ په اوټاوا ښار کې په پارلیمان کې تود هرکلی شوی او د کېڼېډا وزيراعظم جسټن ټروډيو ورته د تابعيت فارم ورکړی دی او خپله وينا کې يې ويلي "مونږ د کېنېډا د وګړې په حېث ملاله ته هرکلی وايو".

۱۹ کلنه ملاله يوسفزۍ شپږم شخصيت او تر ټولو کم عمره ده چې د کېنېډا افتخاري تابعيت ورته ورکړی شو.

ملاله يوسفزۍ ته په کال ۲۰۱۴م کې د تعلیم دپاره په مبارزه د نوبېل جايزه ورکړل شوې، او دوه ورځې وړاندې ملګرو ملتونو هغه د سولې استازې ټاکلې ده.

د کېنېډا پارليمان ته په وينا کې ملاله يوسفزۍ د کېنېډا د تود هرکلي مننه وکړه او د بسم الله نه پېلوونکي خپله وينا کې هغې د کېنېډا تابعيت د ځان دپاره ویاړ وبلو.

ملالې وويل "ترهګر زما د مذهب استازي نشي کېدی که چرته څوک ټوپک راپورته کوي او ترهګري کوي هغه مسلمان نشي پاتې کېدی".

کېنېډا ملالې ته په کال ۲۰۱۴م کې د تابعيت ورکولو اعلان کړی او په کومه ورځ چې هغې ته د تابعيت ورکولو دستوره راجوړه شوې هم په هغه ورځ د کېنېډا په پارليمان يو وسله وال ترهګر بريد کړی او يو عسکر يې وژلی ؤ.

ملالې په خپله وينا کې هغه پېښه ياده کړه او وې ويل "هغه تن چې پارليمنټ هل يې برید کړی او ځان ته يې مسلمان ويلو، ولې هغه زما عقيده نه ده شريکه کړې، هغه زما او د يو نيم ارب مسلمانانو عقيده نه ده شريکه کړې څوک چې په نړۍ کې په امن اوسيږي، هغه زمونږ اسلام نه دی شريک کړی، د زده کړې مذهب د زغم او رحم مذهب".

د تعليم دپاره مبارزه کوونکې ملالې په کېنېډا غږ وکړو چې په ګرده نړۍ کې د جينکو دتعليم دپاره خپل رول ولوبوي.

نوبېل جایزه ګټونکې د کېنېډا ستاينه وکړه چې د شام ۴۰زره کډوالو ته يې هرکلی وويلو، او دغه شان خواست يې امريکا ته هم وکړو.

هغې وويل "زه لاس په دعا يم چې تاسو دې ته دوام ورکړئ چې خپل کورونه او زړونه مو د نړۍ بې اسرې ماشومانو او کورونو ته پرانستې دي".

ملالې وويل" زه هيله مند يم چې ستاسو ګاونډيان به هم ستاسو دغه عمل د مثال په توګه تعقيب کړي ".

کېنېډا د ملاله يوسفزۍ نه علاوه دلائي لاما، اغاخان، نېلسن منډېلا، انګ سان سوچي او د سويډن سفارتکار راوول ویلنبرګ ته افتخاري تابعيت ورکړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG