د امریکا پولیسو ويلي د شورو/چهارشنبې په ورځ د امریکا د لومړۍ مسلمانې ښځينه قاضي مړی د نيويارک د هډسن سيند نه ترلاسه شوی دی.
د پوليس وياند ويلي د نیويارک د ستر عدالت قاضي ۶۵کلنې شيلا عبدالسلام مړی د نیويارک په لويديځه برخه کې ماسپښين په داسې حال کې ترلاسه شوی چې په اوبو کې روان ؤ.
د پوليس ویاند ترمخه نوموړې قاضي چې د اوبو څخه راوويستل شوه پوره جامې يې په غاړه او ساه ترې ختلې وه.
کورنۍ يې د هغې پېژندګلو کړې ولې د مړينې د علت په اړه يې تراوسه کوم معلومات مخې ته نه دي راغلي.
د واشنګټن سره تعلق لرونکې قاضي شيلاعبدالسلام په کال ۲۰۱۳م کې د نیويارک د ستر عدالت قاضي جوړه کړی شوې وه، او په دغه چوکۍ هغه لومړۍ افریقايي ښځينه قاضي وه.
د نيويارک پوليسو د سرچينو لخوا ويلي چي شيلاعبدالسلام د چهارشنبې په سحر بې درکه شوې وه.
دکورټ آف اپيل ترمخه شيلا د برنرډ کالج او کولمبيا لاسکول نه زده کړې کړي او د ايسټ برکلن ليګل سروس څخه يې د پېشه ورانه ژوند پېل کړی ؤ او هغه دنيويارک رياست مرستياله اټارني جنرال هم پاتې شوې وه.
هغه په کال ۱۹۹۱م کې نيويارک ښار کې د قاضي جوړېدو وروستو په مختلفو عدالتونونو کې په چوکو پاتې شوې ده.