لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا اسمبلۍ کې په شام قراداد خو په سي پیک اؤ فاټا خاموشي


د اسلامي هیوادونو څخه غوښتل شوي چې د شام په مسلمانانو د ظلمونو مخنیوي دپاره باید ګډه تګلاره غوره کړي
د اسلامي هیوادونو څخه غوښتل شوي چې د شام په مسلمانانو د ظلمونو مخنیوي دپاره باید ګډه تګلاره غوره کړي

د پاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې اسمبلۍ د امریکا د لوري په شام شوی برید په ټول مسلمان امت برید ګرځولی اؤ ددغه برید په ضد یې په ګډ ډول د غندنې قرارداد منظور کړی دی .

په قرارداد کې داسلامي هیوادونو څخه غوښتنه شوې چې په دغه هکله د یوې ګډې تګلارې خپلولو دپاره داسلامي هیوادونو د تنظیم او ایي سي غونډه راوبلي.

خو په خیبر پښتونخوا کې څیړونکو داسمبلۍ لخوا په منظور شوي دغه قرارداد کلکې نیوکي کړې چې ولې د پښتونخوا اسمبلي د چین اؤ پاکستان اقتصادي لاره کې دخپلې صوبې د ګټو اؤ دقبائیلي اولس په پسماندګۍ غږ نه راپورته کوي چې د شام له غمه خوب نه ورځي .

د سه شنبې په ورځ دغه قرارداد د پاکستان پیپلز ګوند سره تعلق لرونکي دصوبایي اسمبلۍ غړي فخراعظم وزیر اسمبلۍ ته وړاندې کړی چې ټولو ګوندونو یې په ګډه منظوري ورکړې ده.

د غندنې په دغه قرارداد کې غوښتنه شوې چې دپاکستان مرکزي حکومت باید په شام د امریکایي برید په ضد د پارلیمان ګډه غونډه راوبلي اؤ په هر ډګر دامریکا ددغه زیاتي په ضد غږ پورته کړي.

دغه قرارداد کې په شام حمله په ټول امت حمله ګرځول شوې اؤ د اسلامي هیوادونو څخه غوښتل شوي چې د شام په مسلمانانو د ظلمونو مخنیوي دپاره باید ګډه تګلاره غوره کړي.

د پښتونخوا اولسي تحریک مشر ډاکټرسیدعالم محسود په دغه قرارداد سخت غبرګون ښودلی اؤ ویلي یې دي زمونږ اسمبلي د پښتنې ملاله یوسفزئ په ویاړ ولې خبره نه کوي ، په سي پیک کې چې د پښتنو ګټې د پښو لاندې شوې په هغې ولې چپ ده، یا د فاټا په پسماندګۍ ولې قراردونه نه منظوروي. ؟

په خیببر پښتونخوا اسمبلۍ کې د پښتون ملت پاله ګوند عوامي نیشنل پارټۍ پارلیماني مشر ښاغلی سردار بابک بیا د ډاکټرمحسود ددغه خبرې سره اتفاق نه کوي اؤ وایي پښتنو ته چې کومې کشالې راپیښې دي د هغوئ ګوند وخت په وخت اسمبلۍ کې هاغه راپورته کړي اؤ خبرې یې پرې کړي دي.

وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې ډاکټر سیدعالم محسود وویل هرچا ته ښکاره ده چې دپاکستان اؤ چین په اقتصادي لاره کې د پښتونخوا ګټې زمونږ دلاسونو نه ووتلې خو اسمبلۍ پرې غبرګون ونه ښودلو ، دسوات پښتنه ملاله یوسفزئ ټوله نړۍ کې د ملګرو ملتونو د امن سفیره وټاکل شوه ، دپښتونخوا اسمبلۍ پرې د ویاړ قراداد وړاندې نکړو خو د شام د غمه خوب نه ورځي اؤ د پارلمان دګډې غونډې رابللو غوښتنې کوي.

هغه وویل داسې غوښتنې باید د پښتنو په خاوره کې پیښو چیلنجونو اؤ خطراتو باندې د اسمبلۍ له لوري مخې ته راشي .

د عوامي نیشنل ګوند پارلیماني مشر ښاغلي سردار حسین بابک ډیوه ویب پاڼې ته وویل تشدد چې د نړۍ په هره برخه کې په انسان کیږي باید غندنه یې وشي اؤ دهغوئ ګوند هم اسمبلۍ کې په دغه جذبه شام کې د انسان وژنې په ضد د قرارداد ملاتړ کړی دی.

هغه وویل له دې خبرې انکار نه کوي چې دا مهال پښتانه د یو شمیر چیلنجونو اؤ ستونزو سره مخ دي چې په هغې کې دامنیت اؤ اقتصاد ستونزې په سر کې دي خو عوامي نیشنل ګوند دا وخت په حکومت کې نه دی اؤ د اپوزیشن په توګه یې په دغو مسائیلو خپل کردار په پوره مسولیت سره ترسره کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې روانې میاشتې په شپږمه نیټه د امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ په امر د شام په یوه هوايي اډه دټام هاک کروز توغندو برید وروستو له هغې شوی ؤ چې دشامي صدر بشارالاسد د حکومت له لوري د شام په دلب صوبه کې په خلکو د کیمیايي وسلو حمله کې د سلګونو کسانو د مرګ ، ژوبلې خبرونه مخې ته راغلي وؤ.

دپاکستان د بهرنو چارو د دفتر ویاند هم په دغه برید خپل غبرګون کې په ډاګه کړې وه چې پاکستان د کیمیاوي وسلو د استعمال مخالف دی اؤ چرته چې دغسې حملې کیږي هغه د غندنې وړ دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG