لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند د کلبهوشن ياديو په اړوند پاکستان ته خبرداری ورکړی


د پاکستان پوځ د ګل په ورځ يو بيان کې ويلي د هند نيول شوي جاسوس ته د پوځي عدالت لخوا د مرګ سزا اورل شوې
د پاکستان پوځ د ګل په ورځ يو بيان کې ويلي د هند نيول شوي جاسوس ته د پوځي عدالت لخوا د مرګ سزا اورل شوې

هند خبرداری ورکړی که پاکستان د جاسوسۍ په تور نيولي هند د سمندري ځواک پخواني افسر کلبهوشن ياديو د مرګ سزا عملي کړه نو بدې پایلې به ولري.

د هند خارجه وزيرې سشما سوراج نن د نهې په ورځ پارليمان ته په وينا کې ويلي چې پاکستان سره به په لوړه کچه دغه معامله راپورته کوي، او دکلبهوشن بچ کولو دپاره به هر ممکن ګام پورته کوي.

د پاکستان پوځ د ګل په ورځ يو بيان کې ويلي د هند نيول شوي جاسوس ته د پوځي عدالت لخوا د مرګ سزا اورل شوې او د پوځ سرلښکر جنرال قمرجاوېدباجوه يې تائيد کړی دی.

د هندي رسنيو ترمخه سشماسوراج پارليمان ته په وينا کې ويلي په کلبهوشن لږېدلي تورونه دروغژن دي او "داسې هيڅ ثبوت نشته چې هغه غلط کار کړی وي".

سشما سوراج ويلي د کلبهوشن د بچ کولو دپاره به د هر يو حده پورې ځي او هغه ته يې د هندوستان زوی ويلي دي.

هغې د پاکستان حکومت له دا خبرداری هم ورکړی چې د کلبهوشن په معامله کې دې پاکستان دوه اړخيزه اړيکې په نظر کې ساتي.

د پاکستان د پوځ لخوا د ګل په ورځ جاري شوي بيان کې ويل شوي ؤ چې کلبهوشن سدهېرياديو د هند د استخباراتي ادارې "را " غړی دی، او هغه په پاکستان کې په وران کارۍ او تباهۍ کې ککړ ؤ.

بيان کې ويل شوي کلبهوشن د کال ۲۰۱۶م د مارچ په مياشت کې په بلوچستان کې نيول شوی او په هغه د پوځي قانون لاندې مقدمه چلول شوې او د مرګ سزا ورته اورول شوې ده.

هند په سمدستي ډول دغه بيان ته په غبرګون کې منلې چې کلبهوشن د هند د سمندري ځواک ريټائرډ افسر ؤ او دا خبره يې رد کړې چې اوس يې د هيڅ يوې دولتي ادارې سره تړاؤ نه لرلو.

هند په دغه اړوند د پاکستان هائي کمشنر هم غوښتی او د دغه اورېدنې غندنه يې کړې او احتجاجي مسوده ي ورته ورکړې ده.

د هند خارجه وزارت په يو بيان کې ويلي کلبهوشن د ايران نه تښتول شوی، او زياته کړې ده چې پاکستان کې د هغه د موجودګۍ نه وروستو په رسمي ډول دوي کلبهوشن ته د رسېدو دپاره په رسمي ډول ۱۳ خواستونه کړي ولې اسلام اباد ورته اجازه نه ده ورکړې.

بيان کې ويل شوي که "کلبهوشن ته د تېزندۍ سزا ورکړی شوه نو دوي به دا د وړاندې څخه پلان شوی قتل ګڼي".

د پاکستان پوځ تېر کال يوه ويډیو هم خپره کړې چې پکې کلبهوشن په پاکستان کې د ايران نه د عملياتو کولو تفصيل ويلی او په هغې ويډيو کې دا هم وايي چې هغه اوس هم د هند د سمندري ځواک افسر دی او استخباراتي ادارې دپاره کار کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG