لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عراق يو شيعه عالم په بشارالاسد د چوکۍ پرېښودو غږ کړی


نوموړي په روس او امريکا هم ټینګار کړی چې په شام کې لاسوهنه ودروي.
نوموړي په روس او امريکا هم ټینګار کړی چې په شام کې لاسوهنه ودروي.

د عراق يو نامتو شيعه عالم مقتدی الصدر د شام د صدر بشارالاسد نه غوښتي چې واک پرېږدي د دې دپاره چې د شام د شخړې سياسي حل ولټول شي.

په يو بيان کې نوموړي ويلي ” دا به د بشارالاسد دپاره مناسبه وي چې ملک د جګړو او ترهګرۍ د برلاسي کېدو نه بچ کولو دپاره چوکۍ پرېږدي“.

د الصدر دغه بيان له هغې يوه ورځ وروستو مخې ته راغلی چې امریکا د شام په پوځي اډه میزايلې وداغلې، امريکا دغه بريد تېره اوونۍ د شام لخوا په يوه علاقه کې د کيميايي وسلې د استعمال چې پکې يو شمېر ملکي وګړي وژل شوي، په غبرګون کې کړی دی.

د عراق دغه زيرک عالم، چې څو ځله يې په شام کې د عراقي ملېشې د موجودګۍ مخالفت کړی، ويلي يې دي ټولې ککړې ډلې دې خپلې ملېشې د شام څه اوباسي.

نوموړي په روس او امريکا هم ټینګار کړی چې په شام کې لاسوهنه ودروي.

جاري شوي بيان کې هغه ويلي ”زه د ټولو فرېقېنو نه غوښتنه کوم چې خپل ځواکونه اوباسي چې د شام اولس ته په خپلو معاملاتو باندې واک ترلاسه شي ځکه چې دا د هغوي حق دی چې د خپل راتلونکې پرېکړه وکړي“.

هغه ويلي”په بل صورت کې به شام کهنډرې وي او ګټه به يې يواځې بهرنو قبضه ګرو او ترهګرو ته رسي“.

په عربۍ ژبه کې بيان جاري کوونکی الصدر څوک چې په عراق کې د نورو سياسي مشرانو په رنګ خپله ملېشه لري او هغه د امن بريګېډ په نوم مشهوره ده، نوموړي د شام په صدر غږ کړی واک دې هغه ډلې ته وسپاري څوک چې د ترهګرۍ په ضد ولاړ دي.

د الصدر د ايران سره نزدې اړیکې دي او ايران يې په عراق کې د امريکې په ضد څو کالو راهسې مرسته هم کړې ده.

ايران بل لور ته د اسد او حکومت يې ملاتړ کوي، ايران به سمدستي ډول د الصدر بيان ته کوم غبرګون هم نه دی ویلی، ولې د شيعه عالم د اسد د واک نه لرې کېدو د غوښتنې سره د هغه خپل روايتي پلوي ايران سره فاصلې سېوا کېدی، او هغو خلکو ته يې رانزدې کولی شي څوک چې د اسد نه بغېر شام په حق کې دي او په هغو کې امريکا او يورپي يونين هم شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG