لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مصر: په چرچ کې چاؤدنې ۲۱ کسان وژلي


 چاؤدنه نن د اتوار په ورځ د تانتا په علاقه کې د خلکو څخه ډک چرچ کې شوې چرته چې عيسايانو د خاص اتوار ورځ نمانځله. 
 چاؤدنه نن د اتوار په ورځ د تانتا په علاقه کې د خلکو څخه ډک چرچ کې شوې چرته چې عيسايانو د خاص اتوار ورځ نمانځله. 

د مصر د چارواکو په وينا د ملک په شمالي سيمه نيلې دلتا کې په يو چرچ کې شوې چاؤدنه کې لږترلږه ۲۱ کسان وژل شوي او په درځنونو يې نور ژوبل شوي دي.

چاؤدنه نن د اتوار په ورځ د تانتا په علاقه کې د خلکو څخه ډک چرچ کې شوې چرته چې عيسايانو د خاص اتوار ورځ نمانځله.

تانتا د قاهره نه په ۱۲۰ کلوميټر شمال کې پرته علاقه ده.

له دې څو ساعته وروستو په الېګزېنډريا کې يوه بله چاؤدنه رپورټ شوې چې پکې لږترلږه شپږ کسان وژل شوي دي.

د اتوار په ورځ رامنځته شوؤ چاؤدنو زمه واري لا چا نه ده منلې.

د نړۍ د رومن کېتهولک مشر پاپ فرانسس به روانه مياشت کې د قاهره سفر کوي او په مصر کې به د عيسايي ورورولۍ سره د يووالي څرګندنه کوي.

عيسايان د مصر د ابادۍ نزدې لس فيصده جوړيږي، او دويي دغلته پرله پسې د اسلامي تُندلارو د لاسه زورول شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG