لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاک پوځ:داسامه اؤ ملا منصور په نخښه کوونکي ملا فضل الله ولې نه نخښه کوي


وځي ویاند وویل دواړو هیوادونو ته په نورو قوتونو ملاتړلو څخه تیریدل اؤ خپلو کې د ښه ګاونډیتوب اړیکې سیوا کول پکار دي
وځي ویاند وویل دواړو هیوادونو ته په نورو قوتونو ملاتړلو څخه تیریدل اؤ خپلو کې د ښه ګاونډیتوب اړیکې سیوا کول پکار دي

د پاکستان پوځ ویلي کوم قوتونه چې د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور اؤ اسامه بن لادن لټولی اؤ په نخښه کولی شي هغوئ نن په افغانستان کې ناست د طالبانو د تحریک مشر ملا فضل الله ولې نه په نخښه کوي ؟

د افغانستان څخه د پاکستان په سفر تللي دافغان خبریالانو ډلې سره د لیدنې په مهال دپاکستان د پوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور ویلي پاکستان اؤ افغانستان د یو رقم ترهګرۍ سره مخ دي اؤ ددې وضعیت څخه د وتلو دپاره به دواړو هیوادونو ته د تیرو وختونو زړه بداوی هیرؤل، په یو بل باور کول اؤ په ګډه د ترهګرۍ ختمولو ته مټې رابډ وهل وي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکي د تیرې یوې لسیزې راهسې پرله پسې په پاکستان تورونه لګوي چې دغه هیواد په خوله افغانستان کې امن اؤ پرمختیا ته د لیوالتیا دعوې کوي خو د پردې تر شا طالبان افغانستان کې د ناقرارۍ اؤ بد امنۍ دوام ته لمسوي.

د پاکستان پوځي ویاند وویل دواړو هیوادونو ته په نورو قوتونو ملاتړلو څخه تیریدل اؤ خپلو کې د ښه ګاونډیتوب اړیکې سیوا کول پکار دي.

میجرجنرال اصف غفور وویل سیمې څخه تر هاغې د ترهګرۍ نوغی نه شي ویستل کیدی ترڅو چې کابل اؤ اسلام اباد په یو بل د تورونو لګولو څخه په تیریدو د ترهګرۍ د مخنیوي دپاره په یوه ګډه تګلاره کار نه وي کړی.

هغه وویل که چرې نړیواله ټولنه پاکستان اؤ افغانستان کې د امن د ټینګښت دعوؤ کې مخلصه وي نو بیا خو پکار وه چې کومو قوتونو ملا اختر محمد منصور اؤ اسامه بن لادن ولټول اؤ په نخښه یې کړل هغوئ به اوس افغانستان کې ناست ملا فضل الله اؤ دهغه ملګري هم د وخته په نخښه کړي وی.

د نړۍ د سترې ترهګرې شبکې مشر اسامه بن لادن په ۲مئ ۲۰۱۱م کې دپاکستان په ایبټ اباد سیمه کې د امریکایي پوځ په یوه کارروایۍ اؤ دافغان طالبانو مشر اخترمحمد منصور په۲۱م مئ ۲۰۱۶ء کې دپاکستان په بلوچستان ایالت کې د امریکاد یوې بې پائیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي وؤ.

په پاکستان کې د اسامه بن لادن اؤ اخترمحمد منصور له وژل کیدو وروستو په نړیوال کچ په پاکستان سختې نیوکې شوې وې چې پاکستان ځان د ترهګرۍ په ضد دنړیوال ائتلاف غړی بولي خو د نړۍ تر ټولو ستر ترهګر په دغه هیواد کې میشته دي .

د پوځ ترجمان افغان خبریالانو ته وویل که افغانستان وغواړي نو پاکستان چمتو دی چې د افغانستان پوځ اؤ نورو ادارو ته نه یوازې تربیت ورکړي بلکې افغانستان سره په ګډه پوله د ترهګرو د اوختو را اوختو د مخنیوي په غرض افغانستان له امنیتي پوستې هم جوړې کړي.

په وروستیو کې افغانستان سره دپاکستان لخوا د خپلې پولې دتړلو علت پوځي ویاند دا وښودلو چې په پاکستان کې د ای سی اؤ کانفرنس، د پاکستان سپرلیګ فائنل میچ اؤ د درویشتم مارچ دپریډ په څیر مهم فعالیتونه کیدونکي وؤ اؤ پاکستان غوښتل باید دا خوندي کړي.

هغه وویل په پوله د ترهګرو د راوختو داندیښنو له امله یې افغانستان سره خپلې پولې تړلې وې خو که ددواړو هیوادو د استخباراتي ادارو مشران خپلو کې کښیني اؤ د پولې دپاره یوه ګډه تګلاره تیاره کړي نو راتلونکي کې به دا د دواړو هیوادونو په ګټه وي

پوځي ویاند وویل د ترهګرۍ په ضد جګړه کې تر دې مهاله اویا زره پاکستانیان وژل شوي چې په دې کې اوولس زره امنیتي عسکر اؤ افسران هم شامل دي.

پاکستان که هرڅو د ترهګرۍ په ضد روانه جګړه کې د خپلو مالي اؤ ځاني قربانیو یادؤنه کوي خو تیره میاشت امریکايي کانګریس ته په وړاندې کړل شوې یوه قانوني مسوده کې غوښتنه شوې چې پاکستان باید په رسمي ډول د ترهګرۍ پالونکی هیواد وګرځول شي.

دغه مسوده چې دامریکایي کانګریس غړي ټیډپو وړاندې کړې پکې ویل شوي چې پاکستان د ترهګرو سرپرستي کوي، د القاعده مشر اسامه بن لادن ته پناه دوي ورکړې وه، د حقاني نیټ ورک جنګیالي دوي پاللي دي اؤ اوس هغه داسې ډیر ثبوتونه لري چې په ډاګه کوي پاکستان د امریکا سره نه بلکې ترهګرو سره ولاړ دی .

ددغه قانوني مسودې ګانګریس ته د وړاندې کیدو وروستو د امریکا اولسمشر مکلف دی چې د دریوؤ میاشتو په موده کې ځواب ورکړي ایا پاکستان د ترهګرۍ مرسته اؤ پالنه کوي که نا؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG