لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور: نامالومو وسله والو احمدي ډاکټر وژلی دی


ځو ورځې وړاندې د احمدي ډلې لخوا په جاري شوي يو بيان کې ويل شوي وو،د پاکستان ریاست د احمدیانو په تحفظ کې د ناکامۍ سره مخامخ شوی دی
ځو ورځې وړاندې د احمدي ډلې لخوا په جاري شوي يو بيان کې ويل شوي وو،د پاکستان ریاست د احمدیانو په تحفظ کې د ناکامۍ سره مخامخ شوی دی

د احمدي ډلې د وياند ترمخه د پنجاب صوبې سرښار لاهور په سبزه زار علاقه کې نامالومو وسله والو يو احمدي ډاکټر په ډزو وژلی دی.

د وياند سليم الدين په وينا په پنجاب صوبه کې په لسو ورځو کې دا دويمه پېښه ده چې فعاله احمدي پکې ووژل شو.

د احمدي ډلې د مرکز څخه جاري شوي بيان کې ويل شوي چې احمدي ډاکټر اشفاق احمد د خپل نمسي او دوست سره د جمعې نمانځه له روان ؤ او د ملتان روډ په سبزه زارسکيم علاقه کې يې په ګاډي موټر سائیکل سورو وسله والو ډزې کړي او وژلی يې دی.

بيان کې شوي ۶۸ کلن اشفاق احمد فعاله احمدي ؤ او هغه د عقېدې په سبب وژل شوی دی.

سليم الدين ويلي څو ورځې وړاندې د پنجاب په ننکانه سيمه کې ياد احمدي وکيل ووژل شو، او نوموړی وايي په ملک کې د احمديانو په ضد د کرکې کمپائن روان دی او احمديان پکې وژل کيږي.

احمدي ویاند ويلي يو لور ته حکومت وايي چې د انتهاپسندو په ضد ردالفساد اپرېشن روان دی او د چا سره د مذهب په بنياد امتيازي سلوک نه کيږي او بل لور ته په رڼا ورځ احمديان په هدف کيږي.

هغه ويلي که چرته په احمديانو د بريد کوونکو په ضد عمليات شوی وی نور احمديان به نه وژل کېدی.

يوه اوونۍ وړاندې د پنجاب صوبې په ننکانه سيمه کې د احمدي ډلې يو ځايي مشر او وکیل ملک سليم لطيف نامالومو وسله والو په ډزو وژلی وو.

لشکرجهنګوي نومې ډلې د دغه برید زمه واري منلې او رسنيو ته په لېږلي پېغام کې يې ويلي د لشکرجهنګوي پنجاب څانګې بسرا بریګېډ سليم لطيف په نخښه کړی دی.

ځو ورځې وړاندې د احمدي ډلې لخوا په جاري شوي يو بيان کې ويل شوي وو، پاکستان د ریاست په کچه د تُندروه غیر ریاستي ډلو سرپرستي کړې ده، ریاست د احمدیانو په تحفظ کې د ناکامۍ سره مخامخ شوی دی او په کال ٢٠١٦ کې په احمديانو په منظم ډول حملې شوي او د عقيدې په اختلاف شپږ احمديان وژل شوي دي.

بيان کې ويل شوي تېر کال د احمديانو په ضد کرکه او تشدد نور سېوا شوی، د ډلې په ضد د اردو ژبې په مطبوعاتو کې بې بنياده او راپارؤنکي خبروه خپاره شوي دي.

وياند زياته کړې په ملک کې په عمومي او پنجاب او سندهـ صوبه کې په خصوصي توګه د کرکې او راپارؤنکي مواد په عام ډول خپرول کيږي چې پکې د احمديانو د سماجي او معاشي بائيکاټ نه واخله تر د وژلو پورې ترغيب ورکړی کيږي او د هغې په نتيجه کې دغه ډول پېښې رامنځته کيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG