لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جميعت(ف) اجتماع، د امام کعبه ګډون اوممکنه سياسي هدف؟


پېښور سره نزدې کېدونکې اجتماع کې د ګډون لپاره د کعبې نایب امام شېخ صالح الطالب دزيارت په ورځ پېښور ته رسېدلی دی
پېښور سره نزدې کېدونکې اجتماع کې د ګډون لپاره د کعبې نایب امام شېخ صالح الطالب دزيارت په ورځ پېښور ته رسېدلی دی

د پاکستان د مرکزي حکومت اېتلافي مذهبي ګوند جميعت علماء اسلام [فضل الرحمان] د درې ورځنۍ اجتماع نه وړاندې طالبانو ته په ګونديز سياست کې د برخه اخستلو بلنه ورکړې ده.

پېښور سره نزدې کېدونکې اجتماع کې د ګډون لپاره د کعبې نایب امام شېخ صالح الطالب دزيارت په ورځ پېښور ته رسېدلی دی. د جميعت علماء اسلام [فضل الرحمان] په اجتماع کې د سعودي عربستان دمذهبي چارو وزير هم برخه اخلي.

د جمعې په ورځ د اجتماع نه وړاندې د جميعت علماء اسلام [فضل الرحمان] مرستیال مشر او د پاکستان د سېنټ مرستیال چېرمېن مولانا عبدالغفور حېدري په پاکستاني طالبانو غږ کړې و چې د هغوي د ګوند له چوکاټه دې سياسي مبارزه پېل کړي.

د پاکستان د چارو کارپوهان وایي مولانا فضل الرحمن سیاسي لوبه پیل کړې ده چې له یو اړخه په حکومت کې ناست او د پاکستان د صدراعظم نواز شریف ملگرتیا کوي او له بله اړخه هغو طالبانو ته چې د پاکستان پوځ یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني او د له منځه وړلو لپاره يې پراخ پوځي عملیات ترسره کړي دي، په گوند کې د غړیتوب او پیوستون بلنې ورکوي.

جميعت او د طالبانو ملګرتيا؟:

جميعت علماء اسلام [فضل الرحمان] په افغانستان کې د طالبانو ملاتړې ډله پاتې شوې ده. افغان طالبانو اکثره په پاکستان کې د دغه ګوند سره تړلو مدرسو کې درسونه ويلي دي.

د امریکا غږ ډیوه رادیو مشر نفیس ټکر وایي مولانا فضل الرحمن د افغان طالبانو سره هم تاریخي اړیکې لري. ښاغلي ټکر د خپلو سترگو لیدلی حال بیانوي او وایي "په ١٩٩٩ کال کې په کندهار کې د لوی اختر د لمانځه خطبه مولانا فضل الرحمن ولوستله، طالبانو په لوډسپکرو د هغه خطبې اورېدو له خلک رابللي وو په ناستو کسانو کې د طالبانو مشر ملا محمد عمراو ځنې عرب نژاده وسله وال هم وو".

د مولانا فضل الرحمان جميعت علماء اسلام په پاکستان کې د ترهګرو محاکمه کولو په اړه خپله ځانګړې تګلاره لري. دا ګوند په پاکستان يا افغانستان کې د ترهګرۍ په ضد د روانې جګړې د ملاتړ په اړه د خاموشۍ نه کار اخلي. دوي تېره مياشت په پاکستان کې د پوځي عدالتونود مودې غزولو په وخت د پارليماني فېصلې نه ځان ډډې ته ساتلی وو پوځي عدالتونه د مشکوکو ترهګرو د محاکمې لپاره جوړ شوي دي.

د اجتماع وخت اود سيمې حالات:

د جميعت علماءاسلام په وېنا دا نړيواله اجتماع په داسې وخت کې کيږي چې افغانستان کې طالبان د منتخب حکومت پر ضد د پسرلي د عملياتو تياری نيسي. دې سره سره تندلارې ډله داعش په افغانستان او پاکستان دواړو کې د پښو ټينګولو کوششونه کوي.

په سيمه کې پاکستان هم په ورستيو کې داسې ګامونه اخستي چې څيړونکي يي د افغانستان په اړه د پاکستان په تګلاره يو څه اندېښمن کړي دي پاکستان د امريکې نه زيات اوس په افغانستان کې د روس د کوم رول لوبولو په تمه دی روس او پاکستان به په مسکو کې د افغانستان په اړه د دې مياشتې په نيمايي کې د سيماېزې غوندې مهم ملګري دي

امريکا او افغانستان په مسکو تور لګوي چې افغانستان کې د طالبانود قوي کولو دپاره هلې ځلې کوی.

واېس آف امريکا ته څيړونکی خادم حسېن وايي جميعت علماء اسلام په دوه مخي سياست پېژندل کيږي او داځکه چې دا ګوند د افغان او پاکستاني طالبانو د پاره جدا جدا دریځ لري.

د جميعت علماء اسلام مرستيال مشر مولانا عبدالغفور حېدري د اجتماع کولوهدف بل څه ښايي. نوموړي ميډيا ته ويلي ترهګري او تندلاري د اسلام سره تړل شوي دي او غواړي اجتماع کې اوښايي چې اسلام د سولې مذهب دی.

مولانا حېدري وايي د جميعت د سل کليزې اجتماع لپاره به نزدې درې لکه خلک ورځي هغه طمه لري د بهرنو اسلامي هېوادونو مېلمانه به هم اجتماع کې ګډون کوي نوموړي ويلي ښځې به د غونډې برخه والې نه وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG