لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ وایي مهمندو ورته د جماعت الاحرار ٨ وسله وال تسلیم شوي


ومو جنګیالو چې وسله غورځولې په هغوئ کې اکبر، سراج، ګل اؤ د هغوئ نور پینځه ملګري شامل دي
ومو جنګیالو چې وسله غورځولې په هغوئ کې اکبر، سراج، ګل اؤ د هغوئ نور پینځه ملګري شامل دي

دپاکستان پوځ دعوه کړې ده چې د افغانستان سره په لګیدلې قبائیلي سیمه مهمند ایجنسۍ کې د خطرناکې ترهګرې ډلې جماعت الاحرار 8 ؤ وسله والو خپلې ټوپکې په ځمکه ایښودي اؤ پوځ ته تسلیم شوي دي.

خو جماعت الاحرار د پوځ ددغه خبره رد کړې ده.
څیړونکي وایي د جنګ په حالت کې د اتوؤ مخالفینو لخوا ورانکارۍ نه لاس اخستل کومه لویه بریا ځکه نه ده چې له دې وړاندې هم پاکستاني پوځ په بیلابیلو قبائیلي سیمو کې د جنګیالو د تسلیمیدو دعوې کړي دي خو په ترهګرۍ کې ورسره هیڅ کمی نه دی راغلی .
جماعت الاحرار د طالبانو مربوط هاغه ترهګره ډله ده چې په نزدې ورځو کې یې پاکستان کې په ګڼ شمیر ځان مرګي بریدونو اؤ بمي چاودنو کې د د سوؤنو بې ګناه خلکو د مرګ، ژوبلې پړه پغاړه اخستې ده.
پاکستاني چارواکي تور لګوي چې د جماعت الاحرار غړي په افغانستان کې ناست دي خو د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ پخپل یو بیان کې دعوه کړې ده چې ددغه ډلې اتوؤ جنګیالو د پاکستان قبائیلي سیمه مهمند ایجنسۍ کې ځانونه پوځ ته تسلیم کړي دي.
د پوځ په بیان کې ویل شوي کومو جنګیالو چې وسله غورځولې په هغوئ کې اکبر، سراج، ګل اؤ د هغوئ نور پینځه ملګري شامل دي.
خو پوځ دا نه ده په ډاګه کړې چې ایا دغه ترهګر په پاکستان کې ترسره شوؤ وروستو ترهګریزو بریدونو کې ککړ دي که نه؟
د قبائیلي سیمې د خبریالانو د سازمان ټرائیل یونین اف جرنلسټس پخوانی مشر ښاغلی صفدر داوړ وایي که د جماعت الاحرار اته جنګیالي پوځ ته تسلیم هم شي نو دا د پوځ دپاره کومه دبریا خبره نه ده.
وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې ښاغلي داوړ ویلي له دې وړاندې هم په شمالي اؤ جنوبي وزیرستان، مهمند اؤ باجوړ سیمو کې پوځ د ډیرو جنګیالو د تسلمیدو دعوې کړي دي خو د ترهګرۍ په پیښو کې ورسره هیڅ کمی نه دی راغلی.
هغه وویل نن هم که وکتل شي نو جنګیالو په ټول هیواد کې د بریدونو بازار تود ساتلی دی اؤ دا ښایي چې که په لږ شمیر کې جنګیالي د وسله والو ډلو دلیکو څخه جلا کیږي نو په ګڼ شمیر نور دغو لیکو ته ورګډیږي هم.
د پاکستان پوځ د جماعت الاحرار د جنګیالو د تسلیمیدو دغه دعوه په داسې حال کې کړې چې په ټول پاکستان کې د ترهګرۍ پیښې، ځان وژونکې حملې اؤ بمي بریدونه سیوا شوي چې په دغو بریدونو کې د زیاترو پړه د پاکستاني طالبانو د لیکې څخه دجلا شوې ترهګرې ډلې جماعت الاحرار جنګیالي په غاړه اخلي.
په 31 م مارچ د قبائیلي سیمې کرم ایجنسۍ په مرکز پاړه چنار کې د بمي چاودنې د لارې د 22 ؤ کسانو د وژل کیدو اؤ 57 نورو د ژوبل کیدو پړه هم دغې ډلې پغاړه اخستې وه.
همدغه راز په 7 م مارچ مهمند ایجنسۍ کې په دریوؤ امنیتي پوستو ترسره شوؤ بریدونو کې د پینځوؤ پوځیانو د وژنې، په 16 م مارچ د خیبرایجنسۍ دلنډیکوتل سیمه کې په امنتیي پوسته د شوې حملې اؤ په نزدې ورځو کې لاهور کې دپنجاب اسمبلۍ مخې ته د شوي ځانمرګي برید پړه هم دغه تندوره ډلې قبوله کړې وه

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG