د امريکې صدر ډونلډټرمپ ویلي که چرته چين د شمالي کوريا مسله حل کوي نو"مونږ يې کولي"شو.
صدر ټرمپ د لندن "فائنانشل ټائمز" ته په مرکه کې ويلي "چين په شمالي کوريا ډېر اثر لري، او چين ته به دا پرېکړه کول وي چې د شمالي په لړ کې زمونږ مرسته کوي يا نه کوي... او که نه کوي نو دا به د چا دپاره هم ښه نه وي".
ټرمپ دغه خبرې په داسې مهال کړي چې نوموړی د زيارت په ورځ د فلورېډا سېلګرۍ په ځای مارالاګو کې د چين صدر ژي جينګ پينګ مېلمستيا کوي.
په دغه دوه ورځنۍ ليدنه کې به د دواړو مشرانو توجه په شمالي کوريا او د دغه ملک په ايټمي پروګرام ، ګواښونو او بندېزونو وي.
امریکايي پوهانو خبردار ورکړی چې شمالي کوريا د شپږمې ايټمي تجربې منصوبه جوړوي، ټوکيو په فرروۍ کې ويلي ؤ د جاپان په سمندر کې د شمالي کوريا د بېلسټک ميزائل ويشته د "زغملو نه" دی.
د ملي امنيت صلاح کار کی ټي مکفېرلنېډ فائنانشل ټايمز ته ويلي دا شونې ده چې شمالي کوريا سره د صدر ټرمپ د انتظاميې د ختمېدو د نېټې ۲۰۲۱م پورې دا صلاحيت وي په ايټمي وسلو امريکا په نخښه کړي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نکي هېلې ويلي وخت راغلی چې چين ګام پورته کړي او دا خبره پرېږدي چې دوي هم په دغه اړوند اندېښنې لري.
هېلې ويلي " دوي به دا ښکاره کوي چې کوم ډول اندېښنې لري، اړتيا دې ته ده چې په شمالي کوريا فشار واچوي، چين يواځینی ملک دی چې شمالي کوريا منع کولی شي".