لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تهريسامی په رسمي ډول د یورپ نه د بېلتون خط لاسليک کړی


د تېر جون په مياشت کې ترسره شوي رېفرنډم کې د برطانيې زياتره خلکو د يورپي يونين نه د بېلتون په حق کې رايې ورکړې وه،
د تېر جون په مياشت کې ترسره شوي رېفرنډم کې د برطانيې زياتره خلکو د يورپي يونين نه د بېلتون په حق کې رايې ورکړې وه،

د برطانیې تهريسامی د خپل ملک د يورپي يونين نه په رسمي ډول د بېلتون عملي کېدو خط په رسمي ډول لاسليک کړی دی.

د نوموړې د دفتر نه جاري شوي بيان ترمخه دا خط به د شورو/چهارشنبې په ورځ د يورپي کونسل صدر ډونلډټسک ته وسپارل شي.

په يورپي يونين کې به د برطانيې سفير ټيم باروو دا خط په خپله ټسک ته وړاندې کړي، د کوم نه به چې د لزبن تړون په شق نمبر ۵۰م باندې عمل پېل شي، او د دې لاندې به برطانيه په دوه کاله کې د يونين نه بيله شي.

د تېر جون په مياشت کې ترسره شوي رېفرنډم کې د برطانيې زياتره خلکو د يورپي يونين نه د بېلتون په حق کې رايې ورکړې وه، برطانيه په ۱۹۷۳م کې يورپي يونين کې شامل شوې وه.

د می د دفتر څخه جاري يو بيان کې ويل شوي وزيراعظمه به د چهارشنبې په ورځ د کابينې د غونډې مشري کوي، او د هغې وروستو به پارليمان ته په وينا کې قانون جوړؤنکو ته اووايي چې د برېګزټ په خبرو کې هغه په برطانيه کې د مېشت هر تن په ګډون د يورپي وګړو استازيتوب غواړي.

په خط د لاسليک نه وړاندې می د ټسک نه علاوه د يورپي کمېشن د صدر جان کلاډجنکر او جرمني چانسلرې انګېلامرکېل سره هم په ټيليفون خبرې کړي دي.

سرکاري بيان کې ويل شوي چې "مشرانو د مثبتې او تعميري رويې سره د خبرو په عمل کې شاملېدو د اهميت او د دې عمل په مناسب ډول د یقيني جوړولو په خبره اتفاق کړی دی".

د برطانيې د وزیراعظم د خط مېلاوېدو وروستو په ۴۸ ساعتونو کې هيله ده چې ټسک نورو ۲۷ غړو رياستونو ته د خبرو او تګ لارې باندې د عمل دپاره يوه مسوده وليږي، او له هغې وروستو به ديورپي يونين سفيران په دې باندې د خبرو دپاره راغونډيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG