لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جرمني کښې د افغان طالبانو يو مشکوک کمانډر نيول شوی دی


استغاثې ویلي دا تن په مبينه توګه په بهرنو او افغان ځواکونو باندې په يو شمېر بریدونو کې ککړ پاتې شوی دی.
استغاثې ویلي دا تن په مبينه توګه په بهرنو او افغان ځواکونو باندې په يو شمېر بریدونو کې ککړ پاتې شوی دی.

د جرمني چارواکو ويلي د افغان طالبانو یو پخوانی کمانډر يي نویلی دی. د طالبانو نیول شوي کمانډر باندې په امریکايي او افغان پوځي سرتېرو د بريدونو تور دی.

چارواکو د نهې په ورځ ویلي د نيول شوی ۳۰ کلن عبدالله پي نوميږي او تېره اوونۍ د بويريا د علاقې نه د ترهګر تنظيم غړي او د قتل د ادارې په شک کې نيول شوی دی.

چارواکو په دغه اړوند خيال څرګند کړی چې دغه تن په کال ۲۰۰۲م کې په طالبانو کې شامل شوی او په کال ۲۰۰۴م کې يې د خپل پلار د تندلارې ډلې مشري سمبال کړې وه.

چارواکو ویلي دا تن په مبينه توګه په بهرنو او افغان ځواکونو باندې په يو شمېر بریدونو کې ککړ پاتې شوی دی.

په دغو بريدونو کې په پوځي کاروان يو بريد هم شامل دی چې پکې د امریکايي او افغان سرتېرو په ګډون ۱۶ کسان وژل شوي وو.

ولې د دغه بريد تاريخ او نور تفصيل نه دی ورکړی شوی.

د چارواکو ترمخه دا افغان وګړی په کال ۲۰۰۸م کې ځان ته د ورپېښې خطرې له سببه د جګړو نه جدا شوی په کال ۲۰۰۹م کې پاکستان ته تلی او د هلته نه په ۲۰۱۱م کې د مهاجر په توګه جرمني ته راغلی دی.

له دې وړاندې هم د يورپي ملکونو لخوا داسې اندېښنې څرګند کړی شوي چې د شخړو او جنګونو سره مخ ملکونو نه د کډوالو په جامه کې تُندلاري د يورپ مخه کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG