لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ډېورنډ اقدامات به د ترهګرۍ په ضد مرسته ونه کړي، عبدالله عبدالله


ښاغلي عبدالله عبدالله د پاکستان لخوا د ډېورنډ په کرښه د ازغن تار لګولو ته په اشارې سره وويل داسې فعاليتونه يوازې اندېښنې راولاړوي.
ښاغلي عبدالله عبدالله د پاکستان لخوا د ډېورنډ په کرښه د ازغن تار لګولو ته په اشارې سره وويل داسې فعاليتونه يوازې اندېښنې راولاړوي.

د افغانستان د ملي يو والي حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله ويلي، د ډېورنډ په کرښه د پاکستان لخوا تازه فعاليتونه او اقدامات به د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې مرسته ونه کړي بلکې دا اندېښنې راپورته کوي.

ښاغلي عبدالله عبدالله نن د وزيرانو د شورا په ناسته کې د خبرو په وخت د پاکستان لخوا د ډېورنډ په کرښه د ازغن تار لګولو ته په اشارې سره وويل داسې فعاليتونه يوازې اندېښنې راولاړوي.

ښاغلي عبدالله وویل" څه چې په دې وروستیو کې د کرښې په هغه خوا کې ترسره شوي دا له مونږ سره د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې کومک نه کوي، له ترهګرۍ سره مبارزه صادقانه همکاریو ته اړتیا لري".

نوموړي ويلي د ډېورنډ په پورې غاړه هر ډو له هغه فعاليت چې د افغانستان د خلکو دپاره د اندېښنې سبب ګرځي دا به د دواړو هېوادونو د اړيکو او همکاريو باندې ښې اغېزې ونه لري.

عبدالله عبدالله وویل" پاکستان او افغانستان دواړه ګډ ګواښونه لري او ګډې مواقع هم، دا چې د ملي یووالي حکومت د ترهګرۍ سره په مبارزه کې ښه اماده ګي لري دا یوه موقع ده".

دوه ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ویلي د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پوله د ازغن تار لګول پیل شوي.

ښاغلي باجوه ویلي ؤ دغه کار به وړومبی په هغو سیمو کې سر ته رسول کیږي چرته چې وسله وال په اسانۍ تګ راتګ کولی شي.

جنرال باجوه دغه خبره د شنبې په ورځ د پاکستان قبایلي سیمو ته د خپل سفر په مهال کړې وه.

د پاکستان د پوځ مشر ویلي ؤ د باجوړ او مومند ایجنسۍ تر ټولو زیاتې خطرناکې سیمې دي او پوځ به اول په همدغو سیمو کې ازغن تار لګوي.

اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، پاکستان افغانستان سره دې دپاره لارې وتړلې چې امنیتي ګواښونه دي، خو هغه وايي افغانستان تر بل هر چا زیات د ترهګرۍ قرباني دی.
اجرائيه رئيس ويلي ، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د حل لار یوازې خبرې دي.

عبدالله عبدالله دغه خبره د تېرې يوې مياشتې پورې د پاکستان لخوا افغانستان سره د تورخم او چمن د لارو تړلو په ترڅ کې کړې ده.

پاکستان تېره مياشت د سندهـ صوبې په سېهون سيمه کې د لعل شهباز قلندر په مزار د ځانمرګي بريد نه وروستو افغانستان سره ټولې لارې د هر ډول تګ راتګ دپاره تړلې او ۳۲ ورځې يې بيا پرانستې.

د لعل شهباز قلندر په مزار شوي برید کې د ۹۰ نه زيات کسان وژل شوي او زمه واري يې داعش ډلې قبوله کړې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG