لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ښايي امریکا په ترهګرۍ تورن پاکستاني امريکايي تابعيت ختم کړي


يواځې امريکا کې زېږېدونکي خپل تابعيت منسوخ کولی شي.
يواځې امريکا کې زېږېدونکي خپل تابعيت منسوخ کولی شي.

د فارن پاليسي مجلې د راپور ترمخه د امریکې حکومت به د ترهګرۍ د موادو برابرولو د ملاتړ په تور د پاکستاني امریکايي ايمن فارس تابعيت منسوخ کړي.

فارس د القاعده د مشرانو غړو سره د بروکلېن د پُل تباه په تور مجرم ګرځول شوی ؤ.

د استغاثې ترمخه فارس پاکستان او افغانستان ته سفر کړی او په هغه تور دی چې د اسامه بن لادن او د ۱۱م ستمبر بريدونو مرکزي کردار خالد شېخ محمد سره یې ليدلي دي.

د امريکې د انصاف محکمې د ګل په ورځ د فارس د تابعيت منسوخ کولو دپاره کېس جمع کړی دی.

د استغاثې لخوا د دې شواهدو په بنياد کېس جمع کړی شوی چې فارس د امریکايي تابعيت ترلاسه کولو په قانوني عمل کې دروغ ويلي دي.

استغاثې ادعا کړې چې هغه امريکې ته د راتلو دپاره د بل تن پاسپورټ کارولی او په تېر وخت کې يې په کشمير او افغانستان کې د جنګېدو خبره پټه ساتلې ده.

د کال ۲۰۰۳م په اورېدنه کې استغاثې تور لګولی ؤ چې هغه د القاعده د خلکو دپاره ټکټونه ترلاسه کړي، هغوي ته د پېسو بېګ او موبايلې رسولې وې.

فارس ته په دغه دغه جرم کې د ۲۰ کالو سزا اورول شوې وه. وروستو هغه د خواست بيرته اخستو هڅه کړې او دعوه يې کړې وه چې بې ګناه دی. وکيل يې ويلي هغه به دغه وخت دوايانې کارولې.

د برېنن د انصاف مرکز کې د ازادۍ او ملي امنيت مرستيال الزبتهـ ګويتن ويلي، " مونږ سره د انصاف نوې محکمه ده او ترهګرۍ او مهاجرت په اړوند نوې تګ لاره لرو، زما په خيال دا د انتظاميې په ګټه ده چې هڅه وکړي او دا وخت د هغو خلکو د جرمونو کړنې ښکاره کړي څوک چې دې ملک د پناه اخستو دپاره راغلي دي".

فارس په اوله کې د پناه اخستو دپاره خواست کړی ولې وروستو یې د امريکايي ښځې سره واده کړی او ګرين کارډ يې ترلاسه کړی ؤ.

يواځې په امریکا کې زېږدونکی خلک په خپله تابعيت پرېښودی شي او هغو ته چې امريکا ورته تابعيت ورکړی وي بيرته يې ترې اخستی شي ولې دا کار په امریکا کې ډېر کم کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG