لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تورخم او چمن لارې پرانستل شوي، نورې لا تړلي پرتې دي


په پوله هغو خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړی کيږي، چې چا سره سفري اسناد وي
په پوله هغو خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړی کيږي، چې چا سره سفري اسناد وي

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د ګل په ورځ افغانستان سره د تړلو لارو پرانستو د امر وروستو نن د تورخم او چمن لارې په رسمي ډول پرانستل شوي او تګ راتګ پرې پېل شوی ولې د جنوبي وزیرستان او کرُمې ايجنسۍ د پولې لارې تراوسه تړلې پرتي دي.

خېبرايجنسۍ کې د تورخم او بلوچستان د چمن سپين بولدک په پوله نن د نهې په سحر په رسمي ډول د خلکو او ګاډو تګ راتګ پېل شوی دی.

د تورخم څخه د ډيوه خبريال ابراهيم شينواری وايي، چارواکو ورته ویلي يواځې هغو خلکو او ګاډو ته د تګ راتګ اجازه ورکړی کیږي چې چا سره سفري اسناد پوره وي، او په دې کار په سختۍ سره عمل کيږي.

دغه ډول د چمن د پولې څخه د ډيوه خبريال نعمت الله سرحدي وايي چې نن د سحر راهسې په پوله په لويه شمېره کې د خلکو او ګاډو تګ راتګ پېل شوی دی.

د وزيراعظم لخوا د ګل په ورځ د اعلان نه وروستو ترنن سحر پورې د پولې نه پرانستو په اړوند چارواکو ويلي ځینې ستونزې ورپېښې وې او نور تفصيل یې نه دی ويلی.

د تورخم او چمن لارې په رسمي ډول پرانستل شوي ولې د جنوبي وزيرستان او کُرمې ايجنسۍ د پولې لارې تراوسه تړلې پرتې دي.

د سيمې څخه د ډيوه خبريال عدنان بېټنې د چارواکو له قوله وايي چې دوي ته تراوسه پورې د حکومت لخوا په رسمي ډول په ليکلې بڼه د پولې پرانستو امر نه دی ترلاسه شوی.

جنوبي وزيرستان کې د انګور اډې پوله ده چې د افغانستان پکتيکا صوبې سره پرې د خلکو تګ راتګ کيږي، د دغه پولې دواړو غاړو ته وزيرقبايل مېشت دي او د ورځې په سر پرې نزدې د سوداګرۍ نزدې ۲۰۰ ګاډي تګ راتګ کوي.

د وانا بازار سوداګرو ويلي تېره ورځ د رسنيو د لارې د پولې پرانستو نه خبر شوي ولې لار نه ده خلاصه شوې دوي غوښتنه کړې زر تر زره دې لار پرانستل شي.

په کُرمه ايجنسۍ کې د خرلاچي پوله هم لا تړلې پرته ده او چارواکو يې د نوم نه څرګندولو په سر ويلي دوي ته هم لا د پولې پرانستو امر نه دی مېلاؤ شوی.

د کُرمې د خرلاچي لار د افغانستان د پکتيا صوبې سره لګېدلې او خلک پرې تګ راتګ کوي. افغانستان سره درېمه لار د شمالي وزيرستان د غلام خان په پوله ده کومه چې په شمالي وزيرستان کې د کال ۲۰۱۵م د جون په مياشت کې د ضرب عضب عملیاتو پېل کولو راهسې تړلې پرته ده.

د ګل په ورځ د وزيراعظم نوازشريف لخوا د لارو پرانستلو د امر افغان حکومت هرکلی کړی ، او ویلي يې دي چې د لارو بندول د ستونزو حل نه دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم نن په یوه اعلامیه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستونزو د حل په برخه کې د یو لړ پرمختګونو خبر ورکړی او ویلي دي چې د ترهګرۍ سره د یو شان مبارزې په برخه کې یو لړ ګامونه پورته کړی شوي دي.

پاکستان د افغانستان سره د تړلو لارو خلاصولو پرېکړه په داسې حال کې کړې چې تېره اوونۍ د برطانيه په کوربه توب د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو ښه کولو په موخه لندن کې يوه غونډه شوې وه.

پاکستان تېره مياشت په هېواد کې د ترهګرۍ رامنځته شوؤ پېښو چې دغه ترهګر د افغانستان په خاوره موجود دي.

ولې د افغانستان حکومت دغو تورونو ته په غبرګون کې ويلي ؤ پاکستان دې د وروستیو ترهګریزو بریدونو او حملو په تړاو پر افغان حکومت د تورونو لګولو پرځایي اسلام اباد باید دټولو ترهګرو پرضد چې پاکستان ، افغانستان اوسیمه یې له سترګواښ سره مخامخ کړې ،ریښتنې مبارزه وکړی او ترهګرو ډلوته دې په غیږه کې نور ځای ورنه کړي او له هرډول ملاتړنه دې لاس واخلي.

د فرورۍ په مياشت کې د پنجاب صوبې په لاهور ښار او بيا په ۱۶م نېټه د سندهـ صوبې په سېهون ښار کې د لعل شهباز قلندر په مزار د ځانمرګي بريد وروستو پاکستان د افغانستان سره ټولې لارې د هر ډول تګ راتګ دپاره تړلې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG