لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مرکزي جج د مهاجرت په اړوند د صدر ټرمپ حکمنامه وځنډوله


د هوائي څارنوال ډوګچين ويلي وکيلانو اظهار کړی چې د ټرمپ لخوا بندېز مذهب پله دښمني څرګندوي او دا غېر ائيني ده.
د هوائي څارنوال ډوګچين ويلي وکيلانو اظهار کړی چې د ټرمپ لخوا بندېز مذهب پله دښمني څرګندوي او دا غېر ائيني ده.

د امریکا د صدر ډونلډ ټرمپ د دې ژمنې چې که ضرورت پېښ شو د هرې لارې به د سترې محکمې په وړاندې مبارزه کوي د هوائي ریاست يو مرکزي جج د صدر د سفري بندېزونو په اړوند بدله کړی شوې حکمنامه ځنډولې ده.

مرکزي جج د شورو په ورځ د صدارتي حکمنامې عملي کېدو څو ساعته وړاندې دا ځنډولې ده.

جج ډېرک واټس په خپله فېصله کې ليکلي چې د رياست استازي کوونکو وکيلانو ويلي چې" که دا حکمنامه ونه دورل شوه نو نه پوره کېدونکې زيان اوړېدی شي".

ټرمپ د جج د فېصلې راتلو نه څو ساعته وروستو په ټينيسي رياست کې پلويانو ته په وينا کې وويل" خطره ښکاره ده، قانون په ډاګه دی، زما د حکمنامې دپاره ضرورت څرګند دی"، هغه زياته کړه هغه اختيار لري چې چاته به ملک ته د راتلو اجازه ورکوي چې امريکايي وګړي محفوظ وساتي.

ټرمپ د امریکا د اپيلونو په نهم سرکټ عدالت باندې تور لګولی کوم چې د هوائي رياست برخه ده چې عدالت تجاوز کړی دی، هغه ويلي " د اړتيا ترحده به دغه کېس مخکې بوځي".

د هوائي وکيلانو ويلي چې د صدر ټرمپ لخوا په شپږو اکثريتي مسلمان ملکونو باندې دا موقتي سفري بندېز به سېلګرۍ ته زيان ورسوي، په کوم باندې چې د هوايي رياست اقتصاد اډاڼه لري.

رياست دا دليل هم وړاندې کړی چې د دې بندېز نه به د هغو شپږو مسلمان ملکونو ايران، ليبيا، صومالیه، سوډان ، شام او يمن وګړي اغېزمن شي او دوي به خپلوانو پله سفر نشي کولی.

د هوائي څارنوال ډوګچين ويلي وکيلانو اظهار کړی چې د ټرمپ لخوا بندېز مذهب پله دښمني څرګندوي او دا غېر ائيني دی. چين ويلی د دې فېصلې ګټونکي د راتلونکي نسل ماشومان دي.

لږترلږه شپږو نورو رياستونو هم د سفري بندېزونو د حکمنامې په اړوند عدالت ته د تلو ويلي دي.

دغه فېصله په داسې وخت کې راغلې چې د حکمنامې مخالفينو د شورو په ورځ په ټول ملک کې دا په قانوني توګه چېلنج کړې، د هوائي، مېري لېنډ او واشنګټن ستېټ د ججانو نه پکې غوښتل شوي دغه حکمنامه دې ودروي په کومه کې چې د شپږو اکثيريتي مسلمانانو وګړي په هدف شوي دي.

د واشنګټن څارنوال باب فرګوسن دليل ورکړی چې نوی امر اوسېدونکو، پوهنتونونو او کاروباريانو، په واشنګټن کې د مائيکروسافټ او اېمېزون بهرنو کار کوونکو ته زيان رسوي. کېليفورنيا، مېري لېنډ، ميسيچيوسټس، نيويارک او اورېګن د دغه دريځ ملاتړ کړی دی.

واشنګټن او هوائي دا هم ويلي چې حکمنامه د وړومبي بدلون سرغړونه کوي، کومه چې حکومت د دې نه منع کوي چې کوم مذهب خوښ يا نا خوښه کړي، ويل شوي په وروستي او مخکني بندېز کې هيڅ فرق نشته.

د امریکا د محکمه انصاف وکيل ويلي چې د سفري بندېز دويمه حکمنامه کې "د مذهب په اړه څه نه دي ويل شوي. او دا کوم مذهبي توپير ته پام نه اړوي".

دا دویم ځل دی چې يو مرکزي جج د ټرمپ د سفري بندېز حکمنامه ځنډولې ده، وړومبی حکم امریکايي ډسټرکټ جج جېمزروبرټ ودرولی ؤ.

له دې وړاندې د سين فرانسسکو يو اپيل کورټ د دې حکمنامې په ائيني حیثيت سوال راپورته کړی ؤ ،کله چې يو مرکزي جج دا فېصله برقراره ساتلي وه.

صدر ټرمپ امریکې ته د مهاجرت په اړه خپله وړومبۍ حکمنامه د جنورۍ د میاشت په ٢٧ م نېټه جاري کړې وه چې پکې د شام، عراق، لیبیا، سوډان، صومالیه، یمن او ایران نه امریکې ته د عامو خلکو او مهاجرینو په راتګ پابندي لګول شوې وه.

نوي حکمنامه چې د مارچ په ٦ م نیټه اعلان شوې پکې د عراق نوم لرې کړی شوی خو د ایران، لیبیا، سوډان، صومالیه، شام او یمن د خلکو دپاره په ویزو کې د ٩٠ ورځو پابندي لګول شوې او د دغو هیوادونو څخه د کډوالو امریکې ته په راتګ د ١٢٠ ورځو بندیز لګول شوی ؤ.

د صدارتي حکمنامې مخالفينو ويلي وروستۍ حکمنامه هم لکه د وړمبۍ حکمنامې د مذهب په بنیاد تعصب کوي او غیر آئیني ده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG