لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسامه ته رسیدو کې مرسته:پارلیمان کې د حسین حقاني په بیان د کمیشن جوړولو غوښتنه


حقاني دعوې کړې چې دهغه په مرسته د سي ايي ای مامورین وتوانیدل چې اسامه ومومي .
حقاني دعوې کړې چې دهغه په مرسته د سي ايي ای مامورین وتوانیدل چې اسامه ومومي .

د پاکستان د ددفاع وزیر خواجه اصف واشنګټن کې دپاکستان دپخواني سفیر حسین حقاني د هاغه دعوې څیړلو دپاره د ډاګیز پارلیماني کمیشن جوړولو غوښتنه کړې ده چې ویلي یې وؤ دده د مرستې له امله امریکا پاکستان کې د اسامه بن لادن په وژلو کې کمک موندلی ؤ.

د نړۍ تر ټولو لویې ترهګر اسامه بن لادن په دوهم مئ ۲۰۱۱ امریکايي پوځ دپاکستان په ایبټ اباد سیمه کې په یوه حمله کې وژلی ؤ.

د هغه د وژل کیدو وروستو داسې راپورونه مخې ته راغلي وؤ چې اسامه بن لادن په دغه سیمه کې د پینځوؤ کالو راهسې د پوځي اکاډمۍ ترڅنګ په یو کور کې ژوند کولو .

په هاغه وخت کې په امریکا کې د پاکستان سفیر ښاغلي حسین حقاني تیره اوونۍ امریکایي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ کې خپره شوې یوه لیکنه کې لیکلي چې دخپل سفارت په موده کې یې د ګڼ شمیر امریکایي سي ايي ای مامورینو پاکستان کې موجودګۍ ته لاره هواره کړې وه.

ښاغلي حقاني دعوې کړې چې دهمدغه مرستې په نتیجه کې د امریکایي سي ايي ای مامورین په دې وتوانیدل چې اسامه بن لادن په ایبټ اباد ومومي .

د شورو په ورځ د پارلیمان غونډې ته خپله وینا کې ددفاع وزیر وویل د حقاني خبرې معمولي نه دي ، په دې باید پارلمان یو ډاګیز کمیشن وټاکي اؤ حکومت هم چمتو دی چې ددغه معاملې ټول معلومات د پارلمان مخې ته کښیږدي.

په دغه موقعه قامي اسمبلۍ کې د محالفو ګوندونو مشر سید خورشید شاه وویل د قامي سلامتۍ په معاملو ایوان کې خبرې پکار دي اؤ پاکستان پیپلز پارټۍ ته په دې هیڅ اعتراض نشته .

د پاکستان تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي ویلي چې د اسامه د وژنې په اړه تر دې مهاله څومره راپورونه جوړ شوي د پارلیماني کمیشن نه وړاندې باید د اولس مخې ته راوړل شي .

په پاکستان کې له دې وړاندې د ډاکټر شکیل افریدي په نوم یو تن هم د اسامه بن لادن په موندلو کې امریکایي سي ایي ای سره د مرستې کولو په تور زنداني کړی شوی .

د شکیل افریدي په بند پاکستان کې دمدني ټولنې فعالان سختې نیوکې لري اؤ وایي د نړۍ تر ټولو لویې ترهګر که د شکیل افریدي د مرستې نتیجه کې وژل کیږي نو پکار ده چې ښاغلی افریدی په انعام ونازول شي نه چې په زندان کې وساتل شي.

تر دې مهاله په پاکستان کې د القاعد اؤ طالبانو ګڼ شمیر مشران نه یوازې وژل شوي بلکې ګڼ پکې ژوندي هم نیول شوي دي.

امریکا ، افغانستان اؤ هندوستان پرله پسې د پاکستان څخه غوښتنې کوي چې پخپله خاوره د ترهګرو خوندي پټنځایونه له مینځه یوسي خو پاکستان برعکس دلیل لري چې خپله خاوره کې ترهګرو ته پناه نه ده ورکړې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG