لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان وایي په ډیورنډ کرښه نوي تاسیسات جوړول غیرقانوني دي


لیوال وویل چې د ډيورینډ د کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پوځ له خوا د نوي تاسیساتو جوړول غیر قانوني دي
لیوال وویل چې د ډيورینډ د کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پوځ له خوا د نوي تاسیساتو جوړول غیر قانوني دي

د افغانستان وایي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یې د پاکستان له لوري د لارو د بندولو او د توغندیزو بریدونو په تړاوشکایت کړی او که نتیجه ورنه کړي، نو افغانان د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه ښه کولی شي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست عبدالغفور لیوال په کابل کې خبریالانو ته وویل افغان حکومت دم ګړۍ له پاکستان سره د ډیورینډ د کرښې په اوږدو کې د دغه هیواد د پوځ د توغندیز بریدونو او د لارې د بندېدو د ستونزو د هواري په هدف ډيپلوماسي کوي.

هغه وویل "که د افغانستان ډیپلوماټیکو هلو ځلو په پایله کې دغه مشکل حل نشو. بیا نو د افغانستان اولس د خپلو حقونو او ځمکنۍ بشپړتیا په ساتنه ډېر پوهیږي او تاریخ دا ثابته کړې ده".

ښاغلي لیوال وویل چې د ډيورینډ د کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پوځ له خوا د نوي تاسیساتو جوړول غیر قانوني دي.

هغه وویل" د جګړې په حالت کې جوړېدونکي تاسیسات نه د افغانستان خلکو ته د منلو نه دي".

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر وویل پاکستان یو خطرناک سیاست پرمخ وړي، هغه وویل "یو خطرناک سیاست چې ګاونډی په اوس وخت کې غواړي پرمخ بوځي هغه د سیمو تخلیه ده ترڅو افغانان وډار کړي".

د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ولې افغان حکومت د ډیورینډ د کرښې داعیه ژوندۍ ساتي، ښاغلي لیوال وویل که دا فرضي کرښه و منل هم شي بیا به هم په افغانستان کې روان وضعیت دا هیواد له منځه یونسي بلکې د جګړې دوام لپاره به نورې پلمې لټوي.

هغه دا هم وویل چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د خیبر پښتونخوا ایالت سره د ازادو قبایلو د سیمو یو ځای کول د افغانستان په سیاسي اوضاع اغیز لري. په ويناء یې د جګړې په حالت کې دداسې سیاسي پرېکړې پایلې به سمې نه وي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت وايي، چې وضعه له نېږدې څاري خو د ډیورېنډ په کرښه وضعیت ډېر نظامي شوی او د معلوماتو موندل سخت دي.

دا وزارت وايي، چې پدې اړه یې د حکومت لوړ پوړو چارواکو ته معلومات لیږلي دي.

که څه هم پاکستان تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو له دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د هغه هیواد د دايمي استازي مرستيال نبيل منير د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان له خوا پر پاکستان باندې لګیدلي تورونه بې‌‌بنسټه وبلل او هغه یې رد کړل.

ښاغلي منیر وویل، افغانستان دې پر پاکستان باندې د تورنو لګولو پر ځای خپلې کورنۍ ستونزو ته په خپله د حل لاره چاره ولټوي.
( د اشنا را‌ډیو په مننه)

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG