د پاکستان حکومت وايي افغانستان سره په پوله د ترهګرو د څارنې دپاره د ډېورنډ په کرښه د څلورو نوؤ دروازو په لګولو غورکوي.
د سرکاري رسنيو ترمخه د کورنو چارو وزيرمملکت بلېغ الرحمان د پاکستان سېنېټ ته ويلي، نوې دروازې به په جنوبي او شمالي وزیرستان، کرم او مهمند ايجنسۍکې جوړولی شي.
نوموړي وزير ويلي د تورخم او چمن په پوله فعالې دوازې به هم د کال ۲۰۲۰م پورې نوې کړی شي او نوي مشينان به پرې ولګول شي.
پاکستان چې تېر کال د جون په میاشت کې د تورخم په پوله دروازه لګوله، د افغان ځواکونو ورسره د دروازې په لګولو نښته شوې او افغان چارواکو دغه کار د نړيوال قانون په ضد بللی ؤ، په تورخم نښته کې دواړو خواؤ ته مرګ ژوبله هم اوختې وه.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ نزدې په ۲۶۰۰کلومیټره اوږده پوله ډېورنډ باندې افغان مشران د پاکستان لخوا د پخو دروازو جوړولو مخالفت کوي او دريځ لري چې د هند د پخواني برطانوي مشرانو جوړه دا نړيواله پوله نه مني.
د پاکستان لخوا افغانستان سره د تورخم او چمن لارې د تېرې مياشتې د ۱۶م نېټې راهسې تړلې پرتې دي، دوه ورځې وړاندې د خلکو پېدل تګ راتګ دپاره د دوه ورځو دپاره پرانستې شوې او بيا تړل شوي دي.
د پاکستان د حکومت مخالفه ډلې او سوداګر وايي لارې تړل د پاکستان خپل سوداګرۍ ته زيان رسوي، تورخم او چمن کې د زرګونو په شمېره کې د سامانانو ډګ ګاډي ولاړ دي.
سېنېټ کې د ترهګرۍ په ضد جوړې قامي تګ لارې (نيشنل اېکشن پلان) باندې د عمل کولو په اړوند شوې پوښتنې ته په ځواب کې بليغ الرحمان ويلي د ترهګرو د مالي مرستو ودرولو دپاره ګامونه پورته کړی شوي او د زرګونو په شمېره کې مالي کهاتې بندې کړی شوي دي.
هغه ويلي په قامي تګ لاره د عمل کولو په لړ کې تراوسه پورې ۱۸۶۵ترهګر وژل شوي، او ۵۶۱۱ نيول شوي دي، او د ترهګرۍ په ضد اېکټ لاندې ۴۱۴ ترهګر تېزندي کړی شوي دي.
پاکستان کې د ترهګرۍ په ضد قامي تګ لاره چې ۲۰ نکات لري، د کال ۲۰۱۴م د دسمبر په ۱۶م پېښور کې د پوځ د انتظام لاندې چلېدونکي سکول باندې د ترهګر بريد وروستو جوړه شوې وه.
په دغه بريدکې نزدې ۱۵۰ کسان وژل شوي چې زياتره یې زده کړې کوونکي ؤ، د پاکستاني طالبانو تحریک د بريدزمه واري قبوله کړې وه.
بل لور ته په ملک کې د پوځي عدالتونو د مودې غځولو دپاره په قامي اسمبلۍ کې د آئين ۲۸م بدلون دپاره مسوده ۲۰۱۷م او پوځي ترميمي مسوده هم وړاندې کړی شوې ده.
دغه مسودې د قانون وزير زاهدحامد وړاندې کړي دي.
نوموړي ويلي په کال ۲۰۱۵م کې پارليمان د ۲۱م آئيني بدلون لاندې پوځې اېکټ کې ترميم کړی او د دوه کالو دپاره په ملک کې پوځي عدالتونه جوړ کړی شوي ؤ.
هغه ويلي پوځي عدالتونو ته د خطرناکو ترهګرو په ضد د مقدمو د اورېدنو واک ورکړی شوی او په دوه کاله موده کې د دغو عدالتونو ګټورې نتيجې مخې ته راغلې دي.
د پوځي عدالتونو دوه کاله موده تېره مياشت سرته رسېدلې ده.
حکومت ادعا کوي چې ټولې پارليمانۍ پارټۍ د پوځي عدالتونو د دوه کاله نورې مودې په غځولو صلاح شوي دي، ولې په پارليمان کې مخالفه ډله پيپلزپارټي د حکومت دغه ادعا ردوي.
پاکستان کې د پوځي عدالتونو د کېسونو په اورېدنه پوښتنې راولاړې شوې چې د اساسي بشري حقونو سرغړونې پکې شوي چې فريق ته پکې د دفاع موقع نه وه ورکړی شوې.