لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په سوشل میډیا د پاڼو چلوونکو خلاف د مذهب د سپکاوي مقدمه درج کړی شوې


په پاکستان کې دمدني ټولنې فعالان تور لګوي چې د مذهب د سپکاوي قانون زیاتره په غلط ډول استعمال شوی
په پاکستان کې دمدني ټولنې فعالان تور لګوي چې د مذهب د سپکاوي قانون زیاتره په غلط ډول استعمال شوی

د زیارت په ورځ د پاکستان د اسلام اباد هائیکورټ په امر په سوشل میډیا د سپکاوي د موادو خپرولو په جرم کې د نامعلومو کسانو په ضد دمذهب دسپکاوي مقدمه درج کړی شوې اؤ محکمې ویلي که چرې په دغه دوسیه کې د وزیراعظم محکمې ته د راغوښتو ضرورت ولیدل شي نو هغه به هم محکمې ته راوغواړي

د اسلام اباد هائیکورټ مشر قاضي شوکت عزیز صدیقي په سوشل میډیا د سپکاوي د موادو دخپریدو د دوسیې اوریدنې په مهال ویلي که چرې ددغه دوسیې اصل ملزمان مخې ته رانغلل نو بیا د ټولې سوشل میډیا د بندولو امر هم کولی شي.

قاضي شوکت عزیز صدیقي چې د کورنۍ اړیکې یې د پاکستان د یو تندروه مذهبي ګوند جماعت اسلامي سره ښودل کیږي په ډاګه کړې ده چې په دغه معامله کې هغه یوازې نه دی بلکې ټوله عدلیه یې تر شا ولاړه ده.

د محکمې په امر د اسلام اباد په رمنا نومې تاڼه کې درج کړی شوې مقدمه کې ویل شوي چې نامعلوم ملزمان د بهینسا، روشني اؤ موچي په نومونو سره په سوشل میډیا درې پاڼې چلوي چې په دغو پاڼو نه یوازې د ریاستي ادارو خلاف کرکه خورولی شي د اسلام اؤ پیغمبرمحمد ص سپکاوی پرې هم شوی دی،

ددغو دریوؤ واړو پاڼو چلوونکو په ضد د مذهب د سپکاوي مقدمې درج کړی شوي چې پاکستان کې ددغه جرم سزا مرګ یا هم عمري بند دی.

په پاکستان کې دمدني ټولنې فعالان تور لګوي چې د مذهب د سپکاوي قانون زیاتره په غلط ډول استعمال شوی اؤ څو څو کرته ددغه قانون په ضد د سیاسي اؤ ټولنیزو مشرانو لخو غږ هم پورته کړی شوی دی.

خو ددغه قانون خلاف پخپله رایې څرګندولو د پنجاب د یو ګورنر سلمان تاثیر اؤ د اقلیتي چارو د وزیر د وژل کیدو نه وروستو اوس څوک ددغه قانون خلاف په ډاډه زړه څرګندونې نه شي کولی.

د مذهب د سپکاوي په تور د پنجاب د وژل شوي ګورنر سلمان تاثیر د قتل دمقدمې نه هم قاضي شوکت عزیز د ترهګرۍ دفعې ویستلې وې خو وروستو بیا سترې محکمې دغه دفعې پځایې ساتلې وې ..

د دوسیې اوریدنې په مهال قاضي شوکت صدیقي په میډیا هم کلکې نیوکې وکړې اؤ وې ویل په ټوله میډیا د فحاشۍ اؤ بې حیایۍ بازار ګرم اؤ یوه کورنۍ په ګډ ډول په ټي اشتهار قدرې نه شي کتلی

د اسلام اباد محکمې مشر قاضي په میډیا دغه نیوکې په داسې حال کې کړي چې په دغه هیواد کې په پرنټ اؤ الیکټرانک میډیا د نظرساتنې دپاره په ریاستي کچ باقاعده اداراې موجودې دي اؤ دغه ادارې وخت په وخت نشریاتي ادارې د قواعدو څخه په سرغړؤنه سزاوارې کوي هم.

قاضي صدیقي وویل په سوشل میډیا د قوم عزت اؤ ناموس پلورل کیږي اؤ ددې مقدمې نه د هغه دپاره بله هیڅ یوه مقدمه اهم نه ده.

دپاکستان دننه له دې وړاندې هم سوشل میډیا وخت په وخت د بندیزونو لاندې نیول شوې اؤ په کال 2013 کې په دغه هیواد کې ویډیوز ښودونکی ویب سائټ یوټیوب د پیغمبر محمد ص د سپکاوي د یو فلم د څو برخو د ښودلو امله تر څلویښتو میاشتو بند کړی شوی ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG