لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان سره د تورخم او چمن لارې د دوه ورځو دپاره خلاصې شوي


هغه خلک چې سفري اسناد لري افغانستان ته پرېښودی شي دغه رنګ د افغانستان د لوري به هم سفري اسناد لرونکو ته پاکستان ته د راتلو اجازه وي.
هغه خلک چې سفري اسناد لري افغانستان ته پرېښودی شي دغه رنګ د افغانستان د لوري به هم سفري اسناد لرونکو ته پاکستان ته د راتلو اجازه وي.

د سفري اسنادو لرونکو افغانانو دپاره د پاکستان لخوا د افغانستان سره تړل شوې د تورخم او چمن غټې لارې د نن (سه شنبې) نه د دوه ورځو دپاره خلاصې شوي او سفري اسناد لرونکو په پوله دواړ غاړو ته تګ راتک پېل کړی دی.

پاکستان کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال په فېس بک ليکلي پېغام کې خپلو هېواد والو ته ويلي "د هغو مسافرینو لپاره چی په پاسپورټ او ویزو راغلي (پاکستان ته) او دلته بند پاتي دي ، ټولو هغو هیواد والو ته خبر ورکوم چی خپل هیواد ته د تګ تیاری ونیسي او وادې وړي"​.

نن د نهې/سه شنبې او سبا د چهارشنبې په ورځ به هغه خلک چې سفري اسناد لري افغانستان ته پرېښودی شي دغه رنګ د افغانستان د لوري به هم سفري اسناد لرونکو ته پاکستان ته د راتلو اجازه وي.

د تورخم د پولې څخه د ډیوه خبريال ابراهيم شينواري ترمخه نن سحر وختي پوله خلاصه شوې، او يواځې هغه خلک افغانستان لوري ته پرېښودل کيږي چې ويزې ورسره وي، او پاکستان ته راتلونکي افغانان په ويزو او پاکستاني په شناختي کارډ راپرېښودی کیږي.

د نوموړي په وينا نزدې د ۷۰ پورې کسان چې اسناد يې نه لرل او افغانستان ته تلل يې غوښته بيرته واپس کړی شوي دي.

هغه وويل یواځې خلکو ته د تلو راتلو اجازه ده، او د سوداګرۍ ترڅنګ هر ډول ګاډي نه پرېښودل کيږي.

دغه ډول د چمن د پولې څخه د ډیوه خبریال نعمت الله سرحدي راپور راکړی، چې په پوله دسفري اسنادو لرونکو خلکو تګ راتګ پېل شوی او د افغانستان د لوري پاکستان ته په راتلونکو کې زياته شمېره د ناروغانو ده.

هغه وويل سخت امنيت او څارنه کيږي د تلونکو راتلونکو ټولو خلکو د تلاشۍ اخستو سره د هغوي اندراج هم کولی شي.

د چمن په پوله هم د ګاډو تګ راتګ بند دی.

د فرورۍ د ۱۷م نېټې راهسې د پاکستان لخوا افغانستان سره لارې تړل شوې وې.

د پاکستان حکومت د افغانستان سره د تړلو لارو د دوه ورځو دپاره خلاصولو پرېکړه په داسې حال کې کړې چې دوه ورځې وړاندې افغان سفير حضرت عمر زاخېوال د پاکستان نه په دوه ورځو کې د لارو خلاصولو غوښتنه کړې وه.

زاخېلوال ويلي ؤ که پاکستان افغانستان ته په دوه ورځو کې تړلې لارې خلاصې نه کړې نو هغه به د کابل نه وغواړي چې پاکستان کې ګېرو افغانانو دپاره ځانګړي پروازونه وچلوي، او دا به د پاکستان ښه تصوير وړاندې نه کړي.

د فرورۍ د مياشتې په ۱۶م نېټه د پاکستان د سندهـ صوبې په سېهون سيمه کې د لعل شهباز قلندر په مزار د شوي ځانمرګي بريد وروستو پاکستان ـ افغانستان سره لارې تړلې وې.

په دغه بريد کې د ۹۰ نه زیات کسان وژل شوي او تُندروه ډلې داعش يې زمه واري قبوله کړې وه.

په ۲۲م فرروۍ پوځ په ټول ملک کې د ردالفساد عملياتو پېل کولو اعلان کړی او له هغې وروستو د ملک په بېلابيلو برخو کې د لټون په عملياتو کې په سلګونو مشکوک کسانو نيول کېدو ادعاوې شوي او ويل شوي چې په دوي کې ډېری افغانان هم شامل دي.

د ګل په ورځ پاکستان، افغان حکومت سخت احتجاج کړی چې د اتوار په شپه مهمندو او خېبرايجنسۍ کې د افغانستان د لوري وسله والو بريدونه کړي او شپږ پاکستاني عسکر يې وژلي دي.

د پاکستان د پوځ لخوا په جاري شوي بيان کې ويل شوي چې په پوله ځوابي عملياتو کې ۱۵ ترهګر وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل کړی شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG