لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي اېس اېل دويم د پېښور زلمي لوبډلې وګټلو


د پي اېس اېل سيالو کې تر ټولو زياتې د پېښور زلمي لوبډلې ګټلي دي.
د پي اېس اېل سيالو کې تر ټولو زياتې د پېښور زلمي لوبډلې ګټلي دي.

د پي اېس اېل دويم فائنل د پېښور زلمي لوبډلې وګټلو، په فاينل مېچ کې د پېښور زلمي په ټاکل شوو ۲۰ اوورونو کې د ۱۴۹ رنزونو د هدف په ځواب کې د کويټه ګلېډې اېټرز ټول لوبغاړي په ۱۷م اوور کې په ۹۰ رنزونو اؤټ شو او داسې د پېښور زلمي لوبډلې لوبه په ۵۸ رنزونو وګټله.

د پېښور زلمي کامران اکمل د ټورنامنټ د غوره لوبغاړي ترڅنګ، غوره وکټ کيپر او ښه بېټسمېن هم وګرځول شو.

او د کراچۍ کنګز سهېل خان په زياتو لوبغاړو اؤټ کولو د ټورنامنټ غوره لوبغاړی وګرځول شو.

د پېښور زلمي له خوا په غوره باولنګ محمد اصغر درې لوبغاړي اوټ کړل. حسن علي، وهاب رياض دوه او حفيظ او جارډن يو يو لوبغاړی اؤټ کړو.

د پېښور زلمي له اړخه تر ټولو زيات کامران اکمل ۴۰ رنزونه جوړ کړل. د زلمي کپتان ډېرن سېمي په ۱۱ بالونو ۲۸ رنزونه جوړ کړل.

د کويټې عامر اېمرېت درې،حسن خان دوه او محمد نواز يو لوبغاړی اوټ کړی ؤ.

د پېښور زلمي لوبډلې کپتان ډېرن سمي او د کويټه ګلېډي اېټرز مشري سرفراز احمد وکړه.

د پېښور زلمي په لوبډله کې شاهدافريدي د ژوبلېدو له امله ونه لوبيدو، افريدی له دې وړاندې د کراچۍ کنګز سره په مېچ کې ژوبل شوی ؤ.

د شاهدافريدي په ځای افتخاراحمد په لوبډله کې شامل کړی شوی ‌ؤ.

له دې نه علاوه د پېښور لوبډله کې شامل ټول بهرني لوبغاړي د پي اېس اېل فائنل دپاره لاهور ته راغلي،او د کويټه ګلېډي اېټرز په لوبډله کې شامل بهرني پينځه واړه لوبغاړي پاکستان ته د امنيت له سببه نه ؤ راغلي او د هغوي په ځای نوي بهرني لوبغاړي په لوبډله کې شامل کړی شوي وو.

د لاهور په قذافي ميدان کې د مېچ شورو کېدو نه وړاندې خوندوره دستوره وشوه چې پکې سندرې وويل شوې او د نڅا ننداره پکې وړاندې شوه.

د پي اېس اېل چيئرمېن نجم سيټهي وويل د اولس په شوق د پي اېس اېل فائنل په لاهور کې کېدل يقيني شو.

هغه ويلي ‌ؤ که فائنل هره لوبډله وګټي، ګټه د پاکستان ده.

د پي اېس اېل ټول مېچونه په متحده عرب اماراتو کې شوي او چارواکو ويلي ؤ د فائنل لاهور ته راوړلو مقصد يې د نړيوال کرکټ پاکستان ته راوستل دي.

پي اېس اېل کې د پېښور او کويټې نه علاوه د لاهور، اسلام اباد او کراچۍ لوبډلو برخه اخسته.

د لاهور قلندر لوبډله وړومبی، په دويم نمبر اسلام اباد يونائټډ او په درېم نمبر د کراچۍ کنګ لوبډله د ټورنامنټ نه بهر شوی ؤ.

تېر کال د پي اېس اېل فائنل د اسلام اباد لوبډله په خپل نوم کړی ؤ.

د لاهور په قذافي ميدان کې په لويه شمېره کې خلک د فائنل مېچ کتو له راغلي او د چارواکو په وينا په مېدان کې د ۲۴ زرو خلکو د ناستې ګنجائش موجود دی او ټول مېدان د خلکو ډک لېدل کېدو.

د پنجاب صوبايي حکومت ويلي د مېچ په مهال يې د لوبې په ميدان کې او بهر د امنيت کلک ګامونه پورته کړي دي.

د راپورونو ترمخه د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د مېچ کتو دپاره خصوصي انتظامات شوي دي.​

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG