لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني بلاګر وي او ای ته د بندي کېدو قيصه کړې


ګورايا د هغو روښان فکره څلورو فعالانو څخه  يو دی کوم چې تيره مياشت بې درکه کړی شوي وو او درې اوونۍ وروستو بيا په غير واضحه توګه خوشي کړی شوي وو.
ګورايا د هغو روښان فکره څلورو فعالانو څخه  يو دی کوم چې تيره مياشت بې درکه کړی شوي وو او درې اوونۍ وروستو بيا په غير واضحه توګه خوشي کړی شوي وو.

وقاص ګورايه پلان لري چې روانه مياشت په نېدر لېنډ کې د ښځې د تعليم مکمل کېدو وروستو پاکستان ته راشي.

او د دې خبرې امکان کم شوی چې د ټولنيزو اړيکو د رسنيو فعال په پاکستان کې د دغه لارې د مذهبي سخت دريځۍ،بشري حقونو او سياسي پوهې راوستلو مبارزه دوام داره وساتي.

ګورايا د هغو روښان فکره څلورو فعالانو څخه يو دی کوم چې تيره مياشت بې درکه کړی شوي وو او درې اوونۍ وروستو بيا په غير واضحه توګه خوشي کړی شوي وو.

ګورايا نه غواړي چې د بې درکۍ د وخت خبري وکړي،چې چا او چرته وړی ؤ، ګورايا دا خبرې ځکه نه په ډاګه کوي چې پاکستان کې موجود خپلوان يي د څه عکس العمل سره مخ نه شي.

وایس اف امریکا سره د نېدرلېنډ نه په ټيليفوني خبرو کې ګورايه ويلي، "په پاکستان کې د مذهبي سخت دريځۍ او اسټيبلشمت پرضد خبرې زما د پاره د مشکلاتو علت جوړې شوې وې" هغه ويلي مونږ د پاکستان يا مذهب پر ضد نه يو او په پټه د يو چا بې ځايه مخالفت نه کوو.

هغه ويلي، که د تښتونکو مقصد د هغوي غلي کول وو نو هغوي خپل مقصد کې بريالي شو ځکه چې دوي بيا هغسې د سوشل ميډيا د لارې مبارزې شروع کولو اراده نه لري.

"دتښتولو تکليف ۱۰ فيصده او باقي پاتې ۹۰ فيصده و يره د خوشې کيدو وروستو وي، خپل ليکل به بيا شروع کوي خو په دې کې به وخت ولګي".

د وقاص ښځې ميشا سعيد ويلي چې د ګورايا بې درکه کېدو يي د خاندان ټول غړي په لړزان کړي وو " وقاص د خوشې کيدو وروستو څو ورځې نه وو اووده شوی، هغه زه او زمونږ زوی لیدل غوښته".

د هرې خوا فشار پاکستان خطرناک جوړکړی حتي چې د خبريالانو دپاره د وژنو ځای، د بې پولې خبريالانو تنظيم ترمخه په نړيوال کچ يي ا۴۷ نمبر دی.

"پاکستان کې خبريالانو ته د سخت دريځه مذهبي تنظيمونو او استخباراتي ادارو لخوا هر وخت خطر موجود وي".

د بشري حقونو د څارادارې اېمنسټي انټرنيشنل په وروستيو کې د پاکستان حکومت ته کهولاؤ خط ليکلی چې د بلاګرانو، فعالانو او خبريالانو د تحفظ دپاره کلک ګامونه پورته کړي.

د بشري حقونو فعالان او قانون ساز وايي پاکستان کې په زور بې درکي او تشدد کېدل عامه خبره ده او د دې زمه وارې د پاکستان امنيتي ادارې دي.

اسيا کې د هيومن رايټس واچ ډائريکټر براډاېډمس ویلي "د بشري حقونو فعالان او اېن جي اوز، روښان فکره ټولنه او خبريالان په دې باور دي چې د پاکستان استخباراتي ادارې يې بې درکه کوي".

د دوي سره سخته رويه ساتلی شي او ورته ويل کيږي چې د خوشي کېدو وروستوڅه ونه وايي ګنې د ده يا کورنۍ يا دوستانو په ضد يې عملیات کېدی شي.

د پاکستان داخله وزارت او پوځ د تېرو څو کالو راهسې پرله پسې په سختۍ سره غندي چې د بلاګرانو او فعالانو په بې درکۍ کې لاس لري.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي ځانګې مشر مېجرجنرال آصف غفور وي او ای ته ویلي "پوځ يا استخباراتي ادارې د بلاګرانو په بې درکۍ کې هيڅ نه دي کړي".

پاکستان کې د دفاعي چارو کارپوهه عايشه صديقه په دې باور ده چې بلاګران مثال جوړ شوي ځکه چې دوي په رپورټنګ کې د هغو حساسه سياسي کرښو نه تېر شوي کومې چې د ملک طاقتوره پوځ سمبالوي.

ګورايه او ملګرو يې په کال ۲۰۱۱م کې په ټولنيزو اړیکو فعاليتونه پېل کړی، هغه ويلي "د سلمان تاثير وژنه يې د زندګۍ د بدلېدو نکته وه څوک چې په ۲۰۱۱م کې په دې وژل شوی چې د مذهب د سپکاوي قانون ته د بيا کتنې خبره یې کړې وه، هغه ويلي هغه وخت يې محسوسه کړه

چې اوس وينا پکار ده ".

د هغه يواځينی مقصد د خلکو پوهه کول ؤ، او د هغه بې نومه بلاګنګ د فېس بک په پاڼه "موچي" زر ډېر په خلکو کې مشهوره شوه.

د هغوي د بې درکۍ وروستو په ټولنيزو اړيکو او په پاکستان کې ځينو يادو ټيلي ويژن اېنکرانو د دوي په ضدکمپائن چلولی، عامر لياقت حسېن دوي د توهین رسالت مرتکب ګرځولي او پاکستان کې د ټیلي ويژن رسنيو د څار ادارې (پېمرا) بيا په هغه باندې د کرکې د وينا خورولو په سر بندېز لګولی ؤ.

ګورايه ویلي "دا وخت داسې ښکاري چې زه کله هم پاکستان ته بيرته واپس لاړ نشم، په ما باندې د مذهب د سپکاوي نخښه جوړه شوې او دا معني نه لري چې زه خلکو ته صفايي وړاندې کړم او دوي ما واوري".

د بشري حقونو ساتونکو، فعالانو او بلاګرانو کورنۍ په دې باور دي چې د مذهب د سپکاوي د تور لګولو مقصد په حکومت او پوځ باندې د نیوکو کولو سزا ده.

صديقه وايي "د مذهب د سپکاوي د لارې د چا غلي کول په پاکستان کې ښه لاره ده".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG