لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د داعش مشکوک پلوي د ائي اېس ائي افسر وژلی


د پاکستان حکومت ټينګار کوي چې داعش په پاکستان کې په منظم ډول وجود نه لري،او امنيتي ادارې به تندروه ډله پښې ټينګولو ته نه پرېږدي.
د پاکستان حکومت ټينګار کوي چې داعش په پاکستان کې په منظم ډول وجود نه لري،او امنيتي ادارې به تندروه ډله پښې ټينګولو ته نه پرېږدي.

پوليس او عېني شاهدينو ويلي د پاکستان منځنۍ برخه کې د داعش مشکوک پلوي د ملک د مرکزي استخباراتي ادارې تښتولی افسر وژلی او په زنځيرونو تړلی مړی يې ورله په سړک دپاسه غورځولی دی.

د پنجاب صوبې په ملتان ښار کې چې دغه پېښه رامنځته شوې، پوليسو ويلي دوي ته د خالي په ورځ دغه مړی په داسې اغوستوجامو کې مېلاؤ شوی کومې چې د امريکې لخوا په کيوبا کې ګوانتاناموبی زندان کې بنديانو ته اچولی شي.

چارواکو ويلي وژل شوی عمرمبين ګېلاني درې کاله وړاندې نامالومو وسله والو د ملتان نه تښتولی، چرته چې هغه د پاکستان مرکزي استخباراتې ادارې (ائي اېس ائي) د ترهګرۍ د مخنيوي څانګه کې دنده ترسره کوله.

پوليس ویلي، د ګيلاني په کمیس داسې پېغام ليکل شوی چې "داعش پاکستان" د "ائي اېس ائي جاسوس" وژلی ، او د هغه د تښتولو تاريخ يې پرې هم ليکلی دی.

د استخباراتي ادارې يو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وي او ای سره په خبرو کې پخلی کړی چې ګېلاني په ائي اېس ائي کې دنده ترسره کوله، چارواکي ويلي پېښه کې د ککړو په ضد په غټه کچه عمليات پېل کړی شوي ولې نور تفصيل یې نه دی شریک کړی.

منځني ختيځ شام او عراق کې فعاله تندروه ډلې داعش په وروستيو کې پاکستان کې بريدونه سېوا کړي دي.

د داعش ځانمرګي تېره میاشت په سندهـ صوبه کې د لعل شهباز قلندر په مزار بريد کړی چې پکې د ۹۰ نه سېوا کسان وژل شوي او د ۳۰۰ پورې نور ژوبل شوي وو، پېښه کې زياتره شيعه مسلمانان وژل شوي وو.

د پنجاب صوبې ملتان سیمه د پاکستان هغو جنوبي علاقو سره جوخته پرته ده چرته چې سخت دريځه ډلې موجودې دي او په دويې کې په ځينو باندې په ملک کې د فرقه يیزه تشدد د پېښو تورونه دي.

د پنجاب جنوبي سیمې د سني مسلمانانو وسله والې ډلې لشکرجهنګوي مرکز ګڼل کيږي په چا باندې چې په ملک کې د شيعه مسلمانانو په ضد د وژونکو بريدونو تور دی.

د ځیني پاکستاني چارواکو په وينا د لشکرجهنګوي مشکوک غړي د داعش خراسان صوبه کې شامل شوي چې منځني ختيځ کې د فعالې تُندروه ډلې انتهاپسنده سوچ ته په پاکستان او افغانستان کې وده ورکړي.

د پاکستان حکومت ټينګار کوي چې داعش په پاکستان کې په منظم ډول وجود نه لري،او امنيتي ادارې به تندروه ډله پښې ټينګولو ته نه پرېږدي.

چارواکي وايي داعش په پاکستان کې د افغانستان نه بريدونه کوي.

د پاکستان پوځ په وروستيو کې د ترهګرۍ په ضد په ملکي کچه عمليات پېل کړي او هدف يې په پنجاب صوبه کې د وسله والو پټې ځالې په نخښه کول دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG