لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وايي‌ پاکستاني ډلې الطاف خاناني د ترهګرو مرستې دپاره په اربونو ډالر لیږلي


په پاکستان له دې وړاندې هم په نړیوال کچ تورونه پوري شوي چې د ترهګرو تنظیمونو سره مرستې کوي
په پاکستان له دې وړاندې هم په نړیوال کچ تورونه پوري شوي چې د ترهګرو تنظیمونو سره مرستې کوي

امریکا ویلی د پاکستان دننه فعالیت کوونکې یوه ډله "الطاف خاناني ګروپ" دترهګرۍ اؤ نورو جرمونو دپاره د اربونو ډالرو د غیرقانوني لارې په لیږلو کې ککړه ده.
په نړیوال کچ د مخادره موادو اؤ قانون دپاره د امریکا وزیر ولیم ار براؤن واشنګټن کې خبریالانو ته د احوال تیرولو په مهال ویلي د مخادره موادو د مخنیوي دلارو په هکله د بهرنو چارو وزارت خپل راپور کانګریس ته وړاندې کړی اؤ په دغه راپور کې په ډاګه کړی شوې ده چې دغیرقانوني پیسو دلیږدونې تنظیم الطاف خاناني دپاکستان څخه کار کوي.
په پاکستان له دې وړاندې هم په نړیوال کچ تورونه پوري شوي چې د ترهګرو تنظیمونو سره مرستې کوي اؤ د خپلې استخباراتي شبکې ایي ایس ایي په ذریعه یې ترهګرو تنظیمونو ته پخپل هیواد کې خوندي ځالې برابر کړي دي.
خاناني ګروپ په نومبر 2017 کې امریکا د منظمو جرمونو یوه نړیواله ډله ګرځولې وه.
دغه ډلې تر دې مهاله دمتحده عرب اماراتو، امریکا، برطانیه، کاناډا اؤ اسټریلیا په ګډون ګڼو هیوادونو ته په غیرقانوني توګه پیسې لیږلي دي.
دامریکا د بهرنو چارو د وزارت په دغه راپور کې ویل شوي چې د پاکستان افغانستان، ایران اؤ چین سره لګیدلې پولې غیرمحفوظ دي اؤ ددغو لارو څخه نورو هیوادونو ته د نشه ایي تو اؤ نورو غیرقانوني شیانو قاچاق کیږي.
د راپور له مخې پاکستان د غلاګانو، دهوکو، د نقلي شیانو دتجارت، د غیرقانوني شیانو، نشه ایي توکو، انساني قاچاق، ترهګرۍ اؤ دترهګرو د مالي مرستو په هکله د جرمونو سره مخ دی.
راپور کې زیاته کړل شوې چې د پآکستان سرحدي سیمو اؤ په ځانګړي ډول پيښور اؤ کراچۍ کې د قانوني اجازې پرته دهیواد څخه بهر د پیسو لیږدونې کار دحوالې اؤ هنډۍ په نومونو کیږي چې له دغه لارې ګاونډي هیوادونو ته غیرقانوني پیسې لیږدول کیږي
په ډاګه دې وي چې تیر کال الطاف خاناني امریکایي محکمې د غیرقانوني پیسو د لیږدونې په تورونو کې مجرم ګرځولی ؤ اؤ هغه تر اوسه په امریکايي زندان کې پروت دی خو د الطاف خاناني زوئ عبید خاناني دخپل پلار دنیول کیدو راپدیخوا د خپل پلار تنظیم چلوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG