لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ردالفساد: اېف ار بنو کې څلور وسله وال او دوه سرتيري وژل شوي


د امنيتي چارواکو په وينا په جاني خېل کې د رامنځته شوې پېښې وروستو د لټون عمليات پېل کړی شوي او دغه عمليات تر دې دمه روان دي .
د امنيتي چارواکو په وينا په جاني خېل کې د رامنځته شوې پېښې وروستو د لټون عمليات پېل کړی شوي او دغه عمليات تر دې دمه روان دي .

د پاکستان د پوځ وياند ويلي چې د خېبرپښتونخوا بنو سره جوختې پرتې نيمې قبايلي سيمې ايف ار جاني خېلو کې د استخباراتي معلوماتو په اساس ترسرشوو عملياتو کې څلور ترهګر او دوه سرتيري وژل شوي دی.

د پوځ وياند مېجرجنرل اصف غفور ويلي په ملک کې د پېل کړې شوو رد الفساد نومې عملياتو په ترڅ کې امنيتي ځواکونو د اېف ار بنو جاني خېل په ملاګانو علاقه کې عمليات کړي او په دغه مهال د امنيتي ځواکونو سره د وسله والو نښته شوې ده.

د پوځي وياند ترمخه په نښته کې څلور ترهګر او د پوځ دوه سرتيري لېفټننټ خاور او نائيک شهزاد وژل شوي دي.

د امنيتي چارواکو په وينا په جاني خېل کې د رامنځته شوې پېښې وروستو د لټون عمليات پېل کړی شوي او دغه عمليات تر دې دمه روان دي .

د پوځ سره د نښتې ذمه واري لا چا نه ده قبوله کړې.

اېف ار بنو د قبايلي سيمې شمالي وزيرستان په ختيځ کې پرته علاقه ده چرته چې له دې وړاندې هم وخت په وخت د پاکستان په امنيتي ځواکونو او ځايي قبايلي مشرانو وژونکي بريدونه شوي دي.

دغه سيمه د تحريک طالبان پاکستان مرکز پاتې شوی او دغلته د رامنځ ته شوو زياتره پېښو ذمه واري مجلس عسکري نومې ډلې منلي کومه چې اوس په تحريک طالبان پاکستان کې شامله شوې.

د کال ۲۰۱۴م په نيمايۍ کې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب نومې عملياتو پېل کولو وروستو چارواکو ويلي دغه سيمې يې د وسله والو څخه پاکې کړې دي.

د پاکستان پوځ د فرورۍ په ۲۲م نېټه په ټول ملک کې د ردالفساد په نوم عمليات پېل کړي او ويلي يې دي د دغو عملياتو مقصد په هېواد کې د وسله والو او ورانکارو خاتمه کول دي.

د زيارت په ورځ د پوځ له خوا جاري شوي بيان کې ويلي شوي چې په ملک کې د ردالفساد عملياتو په ترڅ کې په پنجاب صوبه کې رېنجر ځواکونو په ډېره غازي خان، راجن پور، لاهور، راولپنډۍ او اټک کې عمليات کړي چې پکې لس مشکوک کسان نيول شوي او د نيول شوو کسانو د ولقې نه وسله او چاودېدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي.

پوځي بيان کې ويل شوي چې په بلوچستان صوبه کې ملېشې او امنيتي ادارو د اندوړ او کېچ سيمو کې په ترسره شوو عملياتو کې يو ترهه ګر وژل شوی او ۱۲ نور مشکوک کسان نيول شوي دي. په دغه موقع د وسله والو سره نښته کې د ملېشې يو عسکر هم ژوبل شوی دی.

د ردالفساد عملياتو پېل کولوورستو د پنجاب صوبې سرښار لاهور په بيلا بيلو برخو کې د پوليس او سوداګرو له خوا ځينې داسې پمفلټې هم خپرې شوې وې چې پکې پښتنو ته د خپل اندارج کولو ويل شوي او د پښتنو د نيولو خبرونه هم مخې ته راغلي وو.

د پښتنو ملتپالو ترڅنګ دسياسي ګوندونو له خوا د پنجاب د حکومت په دغه رويه سخت غبرګون مخې ته راغلی او د خېبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې پرې يو متفقه قرارداد هم منظور کړی شوی وو چې پنجاب صوبه کې دې د پښتنو زورولو او سپکولو نه ډډه وکړی شي.

له هغې وروستو د پنجاب حکومت وضاحت کړی چې په صوبه کې مېشت پښتانه يې وروڼه دي او دوي يواځې پښتانه نه زوروي.

د پاکستان د امنیتي ادارو ترمخه په ټول ملک کې د ردالفساد په نوم عمليات دوام لري او تراوسه پورې په سلګونو مشکوک کسان نيول شوي چې ډېری پکې افغانان هم شامل دی.

تېره مياشت د پنجاب صوبې سرښار لاهور او د هغې وروستو د سندهـ صوبې په سېهون سيمه کې د لال شهباز قلندر په مزار د شوي بريد وروستو د ردالفساد عملياتو پرېکړه شوې او په سېهون کې په ۱۶مه فرورۍ د بريد په سبا له د افغانستان سره د طورخم او چمن د لويو لارو ترڅنګ ټولې لارې تړل شوي دي کومې چې تراوسه پورې بندې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG