لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښورزلمي بهرملکي لوبغاړي لاهور راتلو ته تیار دي


د پي اېس اېل فائنل د پنجاب صوبې سرښار لاهور کې د اتوار په ورځ ۵مارچ باندې کيږي.
د پي اېس اېل فائنل د پنجاب صوبې سرښار لاهور کې د اتوار په ورځ ۵مارچ باندې کيږي.

د پېښور زلمي کرکټ ټیم مالک جاويد افريدي ويلي په ټیم کې شامل پينځه بهرملکي لوبغاړو ته يې د پاکستان ويزې مېلاؤ شوي او که ټيم يې د پي اېس اېل فائنل ته رسي، لوبغاړي يې پاکستان تلو ته تيار دي.

د پاکستان سُپرليګ (پي اېس اېل) سيالۍ په وروستي پړاؤ کې دي او نن د جمعې په ورځ د پېښور زلمي او کراچۍ کنګز لوبډلې مخامخ کیږي، ګټونکې لوبډله به د کويټه ګلېډي اېټرز سره لاهور کې فائنل کوي.

د پېښور زلمي ټيم مالک جاوېدافريدي په يو پېغام کې پخلی کړی چې په ټيم کې شامل پينځه بهرني لوبغاړي پاکستان راتلو ته تيار دي او ويزې ورته هم مېلاؤ شوي دي.

نوموړي دوه ورځې وړاندې هم ډيوه ريډیو سره په خبرو کې پخلی کړی ؤ چې په ټيم کې شامل لوبغاړي يې پاکستان ته د راتلو نه انکار نه کوي.

د پي اېس اېل فائنل د پنجاب صوبې سرښار لاهور کې د اتوار په ورځ ۵مارچ باندې کيږي.

د کويټه ګلېډي اېټرز ټيم فائنل ته په رسېدو کې بريالی شوی ولې په ټیم کې شامل بهرنو لوبغاړود امنيت د خطرې له سببه پاکستان ته د راتلو نه انکار کړی دی.

د کويټه ګلېډي ایټرز په ټيم کې شامل د انګلېنډ درېو لوبغاړو کیون پيټرسن، ليوک رائټ او ټائمل ملز په ټويټر د پي اېس اېل فائنل دپاره لاهور ته د نه راتلو ويلي دي.

د پېښور زلمي ټيم او کراچۍ کنګز ترمنځ په ننۍ سيالۍ کې ګټونکی ټیم به فائنل ته ورسي، ولې تراوسه پورې د کراچۍ کنګز لخوا څه نه دي ویل شوي چې که ټیم يې فائنل ته رسي نو بهرني لوبغاړي يې پاکستان راتلو ته تیار دي که نه دي.

پي اېس اېل کې درې بهر ملکي کمېنټري کوونکو د وړاندې نه پاکستان ته د سفر نه انکار کړی ؤ.

پي اېس اېل کې شامل دوه نور ټيمونه لاهور قلندر او اسلام اباد يونائټډ د ټورنامنټ نه بهر شوي دي.

پاکستان کې د امنيت له کبله د پي اېس اېل سيالۍ په دويم ځل هم متحده عرب اماراتو کې ترسره شوې.

د پاکستان کرکټ بورډ او پي اېس اېل چارواکو ويلي ؤ د نړيوال کرکټ پاکستان ته راوستو دپاره په لاهور کې فائنل راجوړي، ولې تېره میاشت په لاهور کې د يو ځانمرګي بريد وروستو د فائنل په لاهور کې کېدو باندې سوالونه راپورته شوي وو.

څلور ورځې وړاندې د پنجاب صوبايي حکومت د پي اېس اېل په لاهور کې کولو اعلان کړی او ويلي يې ؤ د مېچ دپاره به لاهور او د لوبې مېدان کې کلک امنيتي ګامونه پورته کولی شي.

لاهور کې د فائنل د اعلان سره پوځي سرتيري قذافي سټيډيم ته رسېدلي دي او ويل کيږي د فائنل مېچ په ورځ به د مېدان د امنيت ډيوټي پوځ سره وي.

په کال ۲۰۰۹م کې لاهور کې د سري لنکا په کرکټ تيم د برید وروستو پاکستان ته د بهر ملکونو کرکټ ټيمونو راتلل بند کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG