لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تمه ده مرکزي کابينه نن د فاټا اصلاحات د بدلون سره منظور کړي


ځينې پښتنو سياسي ډلو ويلي ؤ چې په وزيراعظم نوازشريف به فشار اچوي د دې دپاره چې د فاټا په خېبرپښتنوا کې د شاملولو څخه ډډه وکړي.
ځينې پښتنو سياسي ډلو ويلي ؤ چې په وزيراعظم نوازشريف به فشار اچوي د دې دپاره چې د فاټا په خېبرپښتنوا کې د شاملولو څخه ډډه وکړي.

حکومتي سرچينو وایس اف امريکا ډيوه ريډیو ته ويلي چې د مرکزي کابينې د میاشتې ننۍ غونډه کې يو نکاتي ايجنډا د قبايلي سیمو (فاټا) اصلاحات دي.

لوړ پوړو حکومتي چارواکو د ډيوه څيړونکي اسماعيل خان سره په خبرو کې ويلي چې د اوږدې تمې نه وروستو به د فاټا اصلاحات د مهم بدلون سره منظور کړی شي، او په خېبرپښتونخوا صوبه کې د شاملولو په ځای به یې "پينځه کاله وروستو ادغام" وشي .

ځينې پښتنو سياسي ډلو ويلي ؤ چې په وزيراعظم نوازشريف به فشار اچوي د دې دپاره چې د فاټا په خېبرپښتنوا کې د شاملولو څخه ډډه وکړي.

تېره مياشت د مرکزي کابینې دکیدونکې غونډې د ایجنډې څخه فاټا کې د اصلاحاتو خبره ويستل شوې وه.

د فاټا سره تعلق لرونکو د قامي اسمبلۍ غړو تور لګولی ؤ چې د کابینې کیدونکې غونډې د ایجنډې نه د فاټا د اصلاحاتو معامله د مولانا فضل الرحمان اؤ محمود خان اڅکزي په فشار ویستل شوې او ويلي يې ؤ چې ددې به ډیرې بدې نتیجې وي.

د فاټا د پارليمان د غړو، محصلينو او سياسي ډلو لخوا د کابيني د غونډې د ايجنډا د فاټا د اصلاحاتو په معامله سخت غبرګون مخې ته راغلي او خفګان پرې ښکاره کړی شوی ؤ.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ډان د فاټا اصلاحاتو وروستو والي ته په خپله اداريه کې ډېره د خفګان وړ خبره ویلې وه.

اداريې ويلي چې د پوره مشورې د عمل وروستو دو تنه د فاټا اصلاحاتو دپاره جوړې کمېټۍ د سفارشاتو مخالفت کوي.

ويل شوي ؤ چې د جمعیت علمااسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمان او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمودخان اچکزی د فاټا په خېبرپښتونخوا کې شاملېدو نه په دې ويره کې دي چې د دوي سیاسي دریځ او قوت ته به زيان ورسي.

دواړه ګوندونه چې د مرکزي حکومتي ګوند مسلم ليګ ن د وزيراعظم نواشریف اتحاديان دي په وزيراعظم په داسې وخت کې فشار اچوي چې هغه په خپله د پاناما ليکس له سببه د دباؤ سره مخ دی.

وزيراعظم نوازشريف د خپل بهرنو چارو مشاور سرتاج عزيز په مشرۍ د فاټا اصلاحاتو دپاره کميټي جوړه کړې او دغه کمېټۍ په خپلو سفارشاتو کې ويلي ؤ چې د قبايلي سیمو زیاتره خلک غواړي چې په خېبرپښتونخوا صوبه کې شامل شي.

ولې مولانافضل الرحمان او محمودخان اچکزي په دغو سفارشاتو کې یواځې د دې خبرې مخالفت کړی چې فاټا دې په خېبرپښتونخوا کې شامله کړی شي.

د فاټا سره تعلق لرونکو د پارليمان غړو، محصلينواو مدني ټولنې لخوا په دغو دواړو مشرانو د فاټا په خېبرپښتونخوا کې نه شاملولو په سر سختې نيوکې شوې وې.

عوامي نیشنل ګوند، قامي وطن پارټي، پاکستان پيپلزپارټي، جماعت اسلامي او پاکستان تحريک انصاف په دې حق کې دي چې فاټا دې د خېبرپښتونخوا برخه جوړه کړی شي.

د فاټا سياسي اتحاد لخوا د اصلاحاتو نه کېدو په صورت کې روانه میاشت اسلام اباد کې د دهرنې ورکولو اعلان هم شوی او سياسي ګوندونو يې ملاتړ کړی دی.

فاټا کې موجود قانون اېف سي ار د تور قانون په نوم ياديږي د کوم لاندې چې د سيمې خلک د نور پاکستان د وګړو په رنګ بنيادي حقونو ته رسايي نه لري.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG