د کوئټه ګلېډي اېټرز په ټيم کې شامل درې بهر ملکي لوبغاړو ويلي د پاکستان سُپرليګ (پي اېس اېل) فائنل کې لوبېدو دپاره لاهور ته نه ځي.
د پي اېس اېل دويمې مېلې فائنل د پنجاب صوبې سر ښار لاهور کې ټاکل شوی دی، او کوئټه ګلېډي اېټرز ټيم د نهې په شپه د پېښورزلمي ټيم ته ماتې ورکړې او فائنل ته رسېدلی دی.
د کويټه ګلېډي ایټرز په ټيم کې شامل د انګلېنډ درېو لوبغاړو کیون پيټرسن، ليوک رائټ او ټائمل ملز په ټويټر د پي اېس اېل فائنل دپاره لاهور ته د نه راتلو ويلي دي.
ولې د پېښور زلمي ټيم مالک جاوېدآفريدي ډيوه ريډيو ته ويلي، که د پېښور زلمي ټيم فائنل ته ورسېدو نو د ټيم ټول لوبغاړي يې لاهور تلو ته تيار دي.
د پېښور زلمي ټیم د کپتان سره په سکوارډ کې اووه بهرني لوبغاړي شامل دي.
بل لور ته د د کرکټ د نړیوالو لوبغاړو اتحاديې هم لوبغاړو ته د لاهور نه تلو مشوره ورکړې ده. راپورونه وايي بهر ملکي کمېنټرېټران هم لاهور ته نه راځي.
د پي اېس اېل فائنل مېچ به په پینځم مارچ کيږي.
ګوئټه ګلېډي اېټرز فائنل ته رسېدلی او نن د چهارشنبې په ورځ د اسلام اباد يونائټډ او کراچۍ کنګز ترمنځ لوبه کې ګټلی ټيم به بیا د پېښور زلمي سره مخامخ کيږي. او په دغه مېچ کې ګټلی ټیم به فائنل ته ورسي.
پاکستان کې د امنيت له سببه د پي اېس اېل مېچونه په متحده عرب اماراتو کې روان دي، ولې د پي اېس اېل چارواکو ويلي ؤ فائنل به په لاهور کې کوي.
په کال ۲۰۰۹م کې لاهور کې د سري لنکا په کرکټ تيم د برید وروستو پاکستان ته بهر ملکي ټیمونه نه راځي.
د پي اېس اېل او پاکستان کرکټ بورډ چارواکو هيله څرګنده کړې وه چې د پي اېس اېل فائنل کې به بهر ملکي لوبغاړي لاهور ته راشي او دغه شان به د نړيوال کرکټ پاکستان ته راتګ لار هم هواره شي.
ولې په وروستيو کې د پاکستان په بېلابيلو برخو او په خصوصي توګه لاهور کې د ترهګرۍ د پېښې رامنځته کېدو سره د پي اېس اېل په فائنل مېچ لاهور کې په کېدو سوالونه راپورته شوي وو.
د نهې په ورځ د پنجاب صوبايي حکومت اعلان کړی چې د لاهور په قذافي سټيډيم کې به د پي اېس اېل فائنل کیږي اوصوبايي حکومت ورته د امنيت تياری نيولی دی، راپورونه وايي د کرکټ مېدان پوځ په ولقه کې اخستی او هم پوځ به د لوبې په مهال د میدان امنيت ساتي.
بل لور ته په ځايي ټي وي چېنلو ښودل کيږي چې د فائنل مېچ کتلو د ټکټونو دپاره د اوس نه خلک د بېنکونو مخې ته په قطارونو کې ولاړ دي، ولې ځينې خلک وايي چې د ټکټونو بیعې ډېرې ګرانې اېښودی شوي دي.