لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او افغانستان به د ترهګرۍ ضد مېکانزم باندې خبرې وکړي


د کابل او اسلام اباد لخوا په وروستيو کې په يو بل د تورنو لګولو لړۍ سېوا شوې چې خپله خاوره په ترهګرۍ کې د بل په ضد کاروي.
د کابل او اسلام اباد لخوا په وروستيو کې په يو بل د تورنو لګولو لړۍ سېوا شوې چې خپله خاوره په ترهګرۍ کې د بل په ضد کاروي.

پاکستان ويلي افغانستان سره به راتلونکې اوونۍ په پوله د ترهګرۍ په اړوند پېښو د مخې نيولو دپاره ګډ مېکانزم جوړولو باندې خبرې وکړي.

د پاکستان د وزیراعظم نوازشريف د بهرنو امورو صلاح کار سرتاج عزيز د خالي په ورځ خبريالانو ته ويلي اسلام کې د جوړېدونکې سيمه ييزې غونډې په مهال به په موضوع باندې افغان خارجه وزير صلاح الدين رباني سره خبرې وکړي.

نوموړي ويلي رباني پخلی کړی چې د لوړ پوړو چارواکو سره به د ۱۰ هېوادونو د اقتصادي همکاريو سازمان (اي سي او) کې ګډون کوي.

سرتاج عزیز ويلي دواړه هېوادونه ترهګري ګډدښمن بلي او صلاح دي چې د دې مخې نيولو دپاره مرستو ته اړتيا لري.

نوموړی ویلي "د دغه مقصد دپاره خبرې کوو مېکانزم جوړؤ، په پوځي کچ، استخباراتي، سياسي او بهرنو چارو د دفتر په کچه باندې، مونږ (پاکستان) افغانستان ته خپل تجويزونه ورلېږلي او که چرته افغانستان پرې صلاح شو، زه هیله مند يم د (اي سي او) په غونډه کې به پرې تړون شي".

د کابل او اسلام اباد لخوا په وروستيو کې په يو بل د تورنو لګولو لړۍ سېوا شوې چې خپله خاوره په ترهګرۍ کې د بل په ضد کاروي.

پاکستان په هېواد کې روانه مياشت د ځانمرګو او نورو بريدونو تور په افغانستان لګولی چې بريدګر د افغانستان نه راوړېدلي او هلته يې پناه اخستې ده.

د پاکستان پوځ افغان حکومت ته د ۷۶ وسله والو مشرانو يو فهرست ورکړی چې په ضد يې عمليات يې وکړي.

کابل د پاکستان تورونه رد کړي او اسلام اباد ته يې د ۸۵ جنګيالي کمانډرانو او د ۳۲ تربيتي مرکزونو فهرست ورکړی چې پاکستان کې موجود وسله وال په افغانستان کې تشدد او بدامني جوړوي.

افغان خارجه وزارت د پاکستان لخوا ورکړی شوي فهرست په ځواب کې ويلي دوي په دې غور کوي او زياته کړې يې ده دوي دپاکستان نه هم د کابل د ورکړی شوي فهرست په اړوند هيلې لري.

پاکستان په وروستيو کې په ملک کې د ترهګرۍ د پېښو او د سندهـ صوبې په سېهون کې د روانې مياشتې په ۱۶م نېټه د لعل شهباز قلندر په مزار د شوي برید وروستو افغانستان سره پولې تړلي دي.

سرتاج عزيز ویلي هيله مند دی چې ډېر زر به پوله خلاصه شي.

د لعل شهباز په مزار شوي برید کې د ۹۰ پورې کسان وژل شوي او زمه واري يې داعش قبوله کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG