لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اووه نورې سیارې موندل شوي چې د ژوند احتمال پکې شته


پرویز مشرف نے 12 اکتوبر 1999 کو اقتدار سنبھالا اور 17 اکتوبر 1999 کو پہلی مرتبہ ٹی وی اور ریڈیو پر براہِ راست قوم سے خطاب کیا۔ اس خطاب میں انہوں نے بہت سے اہم اقدامات کا اعلان بھی کیا اور ان اقدامات کو انقلابی قرار دیا۔ 
پرویز مشرف نے 12 اکتوبر 1999 کو اقتدار سنبھالا اور 17 اکتوبر 1999 کو پہلی مرتبہ ٹی وی اور ریڈیو پر براہِ راست قوم سے خطاب کیا۔ اس خطاب میں انہوں نے بہت سے اہم اقدامات کا اعلان بھی کیا اور ان اقدامات کو انقلابی قرار دیا۔ 

دستورو دپيژندونکو يوې نړيوالې ډلې دځمکې په کچه اووه حيرانونکې سيارې دريافت کړيدي اؤ وایي په دغو سیارو کې د اوبو موندنې اؤ ژوند کولو احتمال شته.

دغه سیارې د امریکا فضايي څېړنو ادارې (ناسا) د سپيټزر ټلکسوپ او نورو څارونکو ټیلکسوپونو په مدد موندلي دي ديو بيان ترمخه دغه اووه واړه سيارې "دځمکې څخه لږې وړې يا دځمکې د وجود هومره لویې دي"

دساينسپوهانو له مخې په دغو سيارو دحرارت درجې " دومره کمې دي چې چې د ابو پیدا کولو هیلې بخښي" ، دغه سيارې په داسې ساحه کې موقعيت لري چرته چې دژوند کولو امکان موجود دى.

پوهان وايي، په دې نوي جسم کې د ژوند کولو امکان نه شته، ځکه چې د تودوخې درجه یې ډېره لوړه ده، او د لا نورو جزییاتو ترلاسه کولو لپاره ډېرې څارنې او وخت ته اړتیا ده.

دبيلجيم په يو پوهنتون کې دستورو د پوهنې ادارې سټار انسټيټيوټ،مايکل ګيلن، څوک چې دمطالعې مرکزي ليکونکى دى، وايي هغه په دغو نتيجو خوشحاله دى او زياتوي” دا دسيارو يو حيرانونکى نظام دى، له دې امله نه چې مونږ دومره ډيرې سيارې موندلي، بلکې له دې امله چې په حيرانونکې توګه دغه ټولې دځمکې دکچې برابر دي“

معلومه شوې ده چې دغه سيارې ديو وړوکي ستوري چې ورته ټريپسټ-١ ويلى شي ،څخه چاپيره چورلي.

مايکل ګيلن ويلي " دا لمړى ځل دى چې ديو شان ستوري څخه ګيرچاپيره دا رقم ګڼې سيارې موندل شويدي" هغه ويلي " اووه سيارې، څه مايع اوبه او شايد په سطح ژوند لرلى شي"

په دغو کې درې نيغ په نيغه دستوري په هاغه ساحه کې دي چرته چې اوسيدل ممکن دي چې مطلب يې دى ددغو په سطحو داوبو دموجودګۍ ډير زيات امکان دى او ممکنه ده چې نورې څلور واړه سيارې هم مايع اوبه لرلى شي خو ددې اډاڼه به دهغوي دفضا په مرکب دى، باور کيږي دغه ټولې سيارې کاڼيزې او دځمکې په کچه دي.

يو بل ليکونکى اماوري ټرياوډ ويلي " مونږ طمعه لرلى شو چې په راتلونکو څو کالونو کې به ، مونږ ددې (اوو) سيارو په اړه نور معلومات ترلاسه کړو"

دسيارو موندل يوه نړيواله هڅه وه، دستورو دپوهانو دمخه تيرکال یې دځمکې دکچې درې داسې سيارې موندلې وې چې دستوري څخه چاپيره چورلي.

په چلي، مراکو، هوايي، لى پلما او جنوبي افريقه کې دبيلا بيلو ټيليسکوپونو له لارې په پلټنو بوختو پوهانو دستوري دنزدې څخه دجاج اخستو پريکړه وکړه او بيا یې په ستمبر ٢٠١٦م کې تر شلو ورځو دناسا دسپيټزر دخلا ټيليسکوپ د ټريپسټ-١ جاج واخستو.

دهغوي کار څلور نورې سيارې وموندلې چې په سطح یې دمايع اوبو امکان موجود ؤ.
په کال ٢٠١٨م کې به د دي جيمز ويب خلايي ټيليسکوف پرانسته کيږي چې دا به دټريپسټ-١ څخه ګيرچاپيره دسيارو دنزدې څخه دجاج اخستو جوګه وي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG