لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان امنیتي ځواکونو سره نښته اؤ بمبارۍ کې ۱۳ طالب جنګیالي وژل شوي


راجګل د افغانستان پولې ته څیرمه د کوکي خیلو سیمه ده اؤ ویل کیږي دغلته طالبان دا مهال زیات فعاله دي
راجګل د افغانستان پولې ته څیرمه د کوکي خیلو سیمه ده اؤ ویل کیږي دغلته طالبان دا مهال زیات فعاله دي
  • د پاکستان امنیتي ځواکونه دعوه کوي چې د تندلارو په ضد یې ګرد هیواد کې کاروایۍ چټک کړي اؤ ۱۳ نور طالب جنګیالي یې وژلي دي.
  • په دغو طالب جنګیالو کې پینځه افغانستان سره په پوله پرته دپاکستان قبائیلي سیمه خیبر ایجنسۍ کې په هوايي بمبارۍ اؤ اته دسندهـ ایالت په سرښار کراچۍ ښار کې پولیس سره په نښته کې وژل شوي دي.
  • دپاکستان پوځ‌ پخپل یو بیان کې ویلي د نهې اؤ شورو په منیځ شپه کې یې جهازونو دخیبرایجنسۍ دلرې پرتې سیمې تیره په راجګل کې دتندلارو یو شمیر ځالې په نخښه کړي دي.
  • راجګل د افغانستان پولې ته څیرمه د کوکي خیلو سیمه ده اؤ ویل کیږي دغلته طالبان دا مهال زیات فعاله دي.
  • د کال ۲۰۱۲نه ترکال۲۰۱۵ پورې دغه سیمه باندې د منګل باغ په مشرۍ د تندروه مذهبي ډلې لښکراسلام غلبه وه چې وروستو دغه سیمه دپاکستاني طالبانو په ځالو بدله شوه.
  • پوځ وایي په بمبارۍ کې یې دجنګیالو یو شمیر ځالې له مینځه وړي اؤ هغوي ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده خو دقیقه شمیره یې نه ده ښودلې.
  • د سیمې څخه ازادو سرچینو ډیوه راډیو ته ویلي په دغه تازه بمبارۍ کې پینځه جنګیالي وژل شوي دي
  • له دې وړاندې هم په تیره سیمه کې د پاکستاني ځواکونو له لوري وخت په وخت په جنګیالو د بمبارۍ خبرونه مخې ته راغلي دي خو سرچینې وايي اوس هم دافغانستان پولې ته څیرمه دغه قبائیلي سیمه کې طالبان په پراخه کچ فعالیتونه لري.
  • بل لوري ته د شورو په ورځ د کراچۍ پولیسو ویلي په ملیر سیمه کې یې د طالب جنګیالو سره نښته کې اته طالب وسله وال وژلي دي.
  • د ملیر دپولیسو مشر راؤ انور خبریالانو ته ویلي په وژل شوؤ کې د طالبانو د ټانک سیمې امیر ګل زمان هم شامل دی.
  • پولیسو دعوه کړې چې ددغو طالب جنګیالو څخه یې درنې وسلې هم لاس ته راوړي دي.
  • پاکستان کې پوځ اؤ نورو امنیتي ځواکونو وروستو له هغې د تندلارو په ضد دعملیاتو چټک کولو دعوې شروع کړي دي چې د تیرو لسو ورځو په دوران کې په ګرد پاکستان کې
  • دداعش اؤ طالبانو لخوا په بمي چاودنو اؤ ځانمرګي بریدونو کې په سوؤنو کسان مړه اؤ ژوبل شول.
  • دپاکستان امنیتي ځواکونه که هرڅو پخپلو تازه عملیاتو کې د ګڼ شمیر جنګیالو د وژلو دعوې کوي خو اوس هم څیړونکي نیوکې کوي چې دپاکستان په قبائیلي سیمو کې د حقاني نیټ ورک جنګیالي،اؤ جنوبي پنجاب کې طالبان پرانستې تڼۍ ګرځي.
  • تیره اوونۍ د پاکستان د پنجاب ایالت د قانون په وزیر رانا ثناء الله د تحریک انصاف ګوند لخوا تور لګول شوی ؤ چې په پنجاب کې د تندروه جنګیالو سره لار لري خو هغه دغه تور رد کړی ؤ.
  • په وروستیو کې په سوشل میډیا د ځینو ټولنیزو فعالانو لخوا دا پوښتنې هم راولاړې شوي دي چې هرکله پاکستان د خپلو پولو څخه بهر افغانستان کې د ورانکارو په ځالو بمبارۍ کوي نو په جنوبي پنجاب کې په فعالیت کوونکو طالبانو ولې دغسې بمبارۍ نه کوي؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG