لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاک افغان پوله د پښتنو مشرانو خاموشي!


د پاکستان په امر د افغانستان سره د پولې تړلو له امله د پنځو ورځو راهسې په ډیورنډ کرښه پراته پښتانه تگ راتگ نشي کولی خو په پاکستان کې د پښتنو په نوم سیاست کونکي مشران او گوندونه تر اوسه په دغه جنجال خاموش دي.

پاکستان کې د دپښتون ملت پاله گوندونو عوامي نیشنل پارټۍ، پښتون خوا ملي عوامي پارټۍ، قومي وطن پارټۍ او دغه شان د پښتنو په ووټونو پارلیمنټ کې ناست د مذهبي اؤ نورو سیاسي گوندونو مشرانو د پاک افغان پولې تړلو او دې سره په تجارت باندې پریوتونکي اثر په اړه نه په پارلیمنټ او نه هم په ولسي کچه غږ پورته کړی دی.

د وایس اف امریکا ویب پاڼې سره خبرو کې د پښتون خوا ملي عوامي پارټۍ سنیټر عثمان کاکړ وايي افغان حکومت دې د لارو د تړلو غږ پخپله راپورته کړي ځکه چې دواړه هیوادونه نړیوالې تجارتي لوظنامې لري اؤ اوس که پاکستان دغه لوظنامې ماتوي نو افغان حکومت باید دخپل اولس دحق دپاره غږ پورته کړي.

دعوامي نیشنل ګوند زاهد خان بیا په دې نظر دی چې د محمود خان اچکزي په مشرۍ پښتونخوا ملي عوامي ګوند هم د پاکستان حکومت سره دا معاملې راپورته کولی شي ځکه چې دغه ګوند حکومت سره واک کې شریک دی.

دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ هرکال نزدې د یو بلین ډالرو نه زیاته سوداګریزه راکړه ورکړه کیږي چې په دغه تجارت کې تر ټولو زیاته ونډه د پښتنو سوداګرو، دلارو،موټرو د خاوندانو اؤ مزدورکارانو ده .

د دواړو هیوادونو ترمینځه تجارت کې کاریدونکي توکي هم اکثره د پښتنو د خاورې پیداوار دي.

په پوله باندې د روان کړکیچ په اړه د پښتون ملت پاله گوندونو مشرانو تړمې تگ لارې ته د مدني ټولنې غړي ښه نه گوري او وايي د پښتونخوا سیاسي ګوندونه د پښتنو په نوم د کابل او پنجاب څخه شخصي ګټې ترلاسه کوي.

د پښتونخوا ولسي تحریک مشر اؤ د مدني ټولنې فعاله غړی ښاغلی ډاکټر سیدعالم محسود وایي پاکستان کې د قام پرستۍ په نوم سیاست کوونکي ګوندونه د خپل وطن په ننګ نه دي ولاړ بلکې خپلې ګټې لټوي.

هغه وایي سیمه کې د منځنۍ ایشیاء د پینځوؤ هیوادونو دپاره د ګیس اؤ تیلو د ذخیرو د لارې پیدا کولو په غرض یو پراکسي یا د بل په اوږه د ټوپک ایښودو جنګ روان دی چې پکې پاکستان،روس اؤ چین په یو لوري اؤ امریکه ، هندوستان اؤ افغانستان په بل لوري ولاړ دي ،

ډاکټر سیدعالم محسود وایي ددغه نوي جنګ خشاک دافغانستان، فاټا اؤ پښتونخوا پښتانه دي خو د پښتنو په نوم سیاست کوونکي ګوندونه په دغه جنګ کې دخپل قام په ننګ نه بلکې دپاکستان په طرف ولاړ دي.

وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې ښاغلي محسود وویل زه”زه خو دوي ته ملت پاله ګوندونه نه شم ویلی که وطن دوسته پارټۍ یې وبلو نو بیا یې هم یو څه توک جوړیږي.”

په پاکستان کې پښتون قام پرسته سیاسي ګوندونه دغه تورونه ردوي او وایي دوي د پاکستان د حکومت د کړنو په ضد غږ پورته کوي خو د پنجاب میډیا یې د اواز څخه نړۍ بې خبره ساتلي ده.

د پاکستان د قبائیلي سیمې باجوړ ایجنسۍ صحافي خورشید باجوړی وایي نن چې افغانستان سره د پاکستان لخوا پوله تړل کیږي یا د افغانستان په خاوره کې بمباري کیږي نو د دې وضعیت نه نیغ په نیغه پښتانه قبائیل اغیزمن کیږي ځکه چې د پولې دواڼو غاړو ته پښتانه ودان دي.

د عوامي نشنل پارټۍ مرکزي ویاند سنیټر زاهد خان وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته ویلي مونږ دپاکستان د حکومت د دې اقدام په ضد سړکونو ته ځکه نه شو راوتلی چې د هیواد امنیتي وضعه هرچاته معلومه ده چې ښه نه ده.

"که سبا مو جلوس وویستو نو همدا خلک به راباندې پخپله ګولۍ وچلوي او بیا به وایي چې تاسو ته خو مونږ ویل چې امنیت ښه نه دی بهر مه اوځي، نو ولې بیا د خپل اولس ژوند په خطرو کې واچوؤ."

هغه وایي د دوي ګوند د پاکستان لخوا افغانستان سره د پولې تړل د ستونزې د هواري لار نه ګڼي اؤ غواړي چې ددواڼو هیوادونو مشران خپلو کې په شریکه دترهګرۍ په ضد عملي ګامونه واخلي.

"پوهیږو چې دپاکستان لخوا افغانستان سره د پولو تړل یا هلته بمباریانې کول د پښتنو په تاوان دي اؤ مونږ ددې زیاتي په ضد پارلمان کې هم غږ پورته کړی دی."

د افتاب احمد خان شیرپاؤ په مشرۍ د قومي وطن ګوند ویاند ښاغلي طارق خان وویل دهغوئ ګوند د پولې د تړلو کلکه غندنه کوي اؤ په دې باور دی چې د وړاندې نه دځپل شوؤ پښتنو سره نور زیاتی کیږي.

هغه وایي افتاب شیرپاؤ خان په دغه لړکې د ځینو پاکستاني چارواکو سره لیدنې هم کړي دي او که دواړه خواوې واک ورکړي نو تیار دی چې دیوې جرګې په مشرۍ د دواڼو حکومتونو ترمینځ تاؤ تریخوالي ختمولو کې خپل رول ترسره کړي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان ایالت صدر سنیټر عثمان کاکړ زیاتوي پاکستان کې د ترهګرۍ د وروستي بهیر نه پس لاهور یا اسلام اباد د خپلو غلطیو امیل د کابل غاړې ته وراچوي.

"ددغو لارو د تړلو یوازینی مقصد دادی چې د پولې دواڼو غاړو ته میشت پښتانه سره جلا کړی شي، ځکه چې دوي د پولې دواڼو غاړوته شریکې ځمکې، شریک جوماتونه او شریکې حجرې لري."

ډیوه راډیو چې کله د سنینټر کاکړ څخه وپوښتل تاسې قام پرست ګوندونه خو مدام اسلام اباد د پاره کابل ته ناست یئ ، نن د کابل دپاره اسلام اباد ته ولې نه کښینئ

ځواب یې داسې ؤ "کابل ته نه یو ناست بلکې کله چې دواړو هیوادونو خواهش ښکاره کړی نو سفرونه مو کړي اؤ که اوس هم دوئ مونږ ته ووایي نو کردار ترسره کولو ته اماده یو."

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG