لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان له پاکستانه د ٣٢ ترهگرو ډلو او ٨٥ ؤ ترهگرو پرضد د گامونو غوښتنه کړې


افغان خارجه وزارت
افغان خارجه وزارت

دافغان حکومت وايي پاکستاني چارواکو ته یې د ۳۲ ترهګرویزو مرکزونو او د ٨٠ ؤ نه زیاتو مشکوکو ترهگرو فهرست سپارلی. افغانستان وايي دغه ډلې او ترهگر دپاکستان د خاورې نه د افغانستان پرضد فعالیت کوي.

دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت ویلي ، د ۳۲ ترهګرویزو مرکزونو لیست یې په اسلام اباد کې دافغانستان سفارت له لارې پاکستاني چارواکو ته سپارلی او له هغوی څخه یې ددې ترهګریزو مرکزونو پرضد د جدي اقداماتو د ترسره کیدو غوښته کړې .

دبهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي ، افغان حکومت همداراز دپاکستان حکومت ته د وسله والوطالبانو دمشرانو او نورو ترهګرو ډلو دمشرانو د ۸۵ تنو لیست هم ورکړی او له هغوی څخه غوښتي چې د هغوی دنیولو لپاره لازم اقدام ترسره کړي .

دکورنیو چارو وزارت لخوا په یوه تازه بیان کې ویلي ، ددغو لستونو په غبرګون کې دپاکستاني چارواکو چلند مثبت و او هیله یې څرکنده کړې چې په اړه یې عملي او کوټلي ګامونه واخلي.

دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت هیله ښودلې چې د پاکستان حکومت سره په مشترګه توګه په ځانګړې توګه د همغږۍ په څلور اړخیزه ناسته کې ددغو لیستونو او د دوه اړخیزو اندیښنو په اړه دمسئولیتونو په درکولو سره اقدامات او بحث ته حاضرشي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې دپاکستان حکومت هم افغان لوروي ته د ۷۶ تنو ترهګرو لیست هم سپارلی او دهغو دنیولو اویا یې پروړاندې دعملیاتو دترسره کیدو غوښتنه کړې و چې دپاکستاني چارواکو په وینا دافغانستان خاوره دپاکستان پرضد کاروي.

د پاکستان او افغانستان ترمینځه تازه تاوتریخوالی له هغې ورسته زیات شو چې پاکستان کې تیره اونۍ پرله پسې یو شمیر ترهگر بریدونه وشو او پاکستان يي تور په هغه ترهگر ډلو ولگو چې د پاکستان چارواکو په وینا په افغانستان کې پټ ځایونه لري. افغانستان، هندوستان او امریکا تل په پاکستان تور لگولی چې هغه ترهگر ډلو ته يي په خپله خاوره پټ ځایونه ورکړي کوم چې په افغانستان کې ترهگر فعالیتونه ترسره کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG