لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قمرباجوه: د شريک دښمن سره جګړې دپاره په پوله امنیتي اقدامات سېوا


د پوځ سرلښکر د افغان چارواکو لخوا د ترهګرۍ په ضد د شريکو مرستو سېوا کولو هرکلی کړی دی.
د پوځ سرلښکر د افغان چارواکو لخوا د ترهګرۍ په ضد د شريکو مرستو سېوا کولو هرکلی کړی دی.

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه ویلي، د پاکستان او افغانستان په پوله يې د شريک دښمن، ترهګرو په ضد جګړې دپاره سېوا امنيتي ګامونه پورته کړي دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار لخوا نن د ګل په ورځ جاري شوي بیان کې ویل شوي د پوځ سرلښکر په مشرۍ پوځي مرکز (جي اېچ کيو) کې د امنيت په اړوند لوړ پوړې غونډه شوې ده.

د پوځ سرلښکر ویلي د پاکستان او افغانستان په پوله يې د شريک دښمن او هر ډول ترهګرو پرضد جنګېدو دپاره امنيتي انتظامات زيات کړي دي.

هغه ويلي "پاکستان او افغانستان د ترهګرۍ پرضد جنګیدلي او باید په شریکه دغه هڅې دوامداره وساتي".

نوموړي هدایات ورکړي چې "په پوله دې د افغان ځواکونو سره همغږي اوهمکاري نوره موثره کړی شي د دې دپاره چې په پوله د ترهګرو هلې ځلې او ناقانونه تګ راتګ مخه ونيول شي".

د پوځ سرلښکر د افغان چارواکو لخوا د ترهګرۍ په ضد د شريکو مرستو سېوا کولو هرکلی کړی دی.

د پاکستان مطبوعاتو ځینې داسې خبرونه خپاره کړي چې د افغانستان سره په لګېدلې پوله تورخم او چمن باندې پاکستاني ځواکونو غټه وسله په ځای کړې ده.

ولې په تورخم او چمن باندې موجودو ځواکونو ويلي غټه وسله نه ده وړل شوې.

د افغانستان سره د ډېورنډ په کرښه د تلو راتلو د تورخم او چمن سره غټې وړې ټولې لارې نن په څلورمه ورځ هم تړلې پرتې وې. افغان چارواکي وايي په پوله لارې تړل د سفارتي اصولو سرغړونه ده.

د افغانستان سره په لګېدلې پوله ټولې لارې د تېر زیارت په ورځ د پاکستان سندهـ صوبې په سېهون سیمه کې د لعل شهباز قلندر په مزار د شوي ځانمرګي برید وروستو تړل شوي دي، په لعل شهباز شوي برید کې تر ۹۰ پورې کسان مړه او زمه واري يې داعش قبوله کړې وه.

پاکستان کې په وروستیو کې رامنځته شوؤ ترهګرۍ په پېښو کې د زیاتو زمه وارۍ د تحریک طالبان پاکستان احرار ډلې منلې دي. او پاکستان دعوه لري چې د دغه ډلې مشران په افغانستان کې دي.

د لعل شهباز په زیارت د شوي بريد وروستو په اسلام اباد کې لوړ پوړي افغان چارواکي جي اېچ کيو ته بلل شوي او د ۷۶ ترهګرو فهرست ورته ورکړی شوی چې افغان حکومت دې په خپل هېواد کې پټو دغو وسله والو په ضد عملیات وکړي.

نن د افغانستان حکومت هم پاکستان ته د ۳۲ ترهګرو مرکزونو یو فهرست ورکړی او د افغانستان د بهرنو چارو وزارت ويلي په دغو مرکزونو کې د افغان حکومت پر ضد ترهګر روزل کيږي.

د افغانستان د بهرنو چارو وزارت ویلي په اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال نن پاکستاني چارواکو ته د ۳۲ مرکزونو فهرست ورکړی دی.

د لعل شهباز په زیارت د برید وروستو د پاکستان امنيتي ځواکونو د قبايلي سیمو ترڅنګ په ټول ملک کې ترسره شوو عملیاتو کې د ۱۰۰ نه زیاتو ترهګرو د وژنې او په سلګونو مشکوک کسانو د نيولو ادعاوې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG