لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکې وايي په پاکستان کې د افغان کډوالو په گرفتارۍ اندیښنې لرو


په خېبرپښتونخوا کې د افغانستان حکومت لخوا د کډوالو استازي عبدالحميد جليلي په پاکستان کې د افغان کډوالو په نیول کیدو فکرمندي څرگنده کړې ده او ډيوه رېډيو ته ويلي پاکستاني چارواکو سره تماس کې دی او زر ده چې د ابتدائي تفشيش وروستو دغه نيول شوي افغان مهاجر خوشې کړې شي.

عبدالحمید جليلي وايي " پاکستان کې چې کله امنيتي مشکلات وي پاکستان حکومت دا حق لري چې خپل امنيتي اقدامات واخلي چې هغې کې مهاجر او ځايي خلک هم شامل دي،خو چې کله فقط افغان مهاجر زورول کيږي نو بيا پرې دوي انديښنې لري، د پاکستان خپلو ادارو شميرې ښايي چې دلته يو فيصد افغان مهاجر جرمونو کې ککړدې او هغه هم سياسي جرمونه نه دې."

د عبدالحميد جليلي په وينا پاکستان کې دا محال ۱۴ لاکه رجسټرډ افغان کډوال مېشت دي او تر شپږ نيمو لاکو پورې غېر رجسټرډ دي.

نيول شوي افغان مهاجر د پاکستان پوليسو په تهانو کې بيا د دوو پاکستانيانو په ضمانت خوشې کيږي او د افغان کډوالو د شورا خېبرپښتونخوا کې مشر بريالی ميناخيل وائي چې په دغو ضمانتونو بيا د درې نه تر څلورو زور روپو پورې خرڅ راځي، دی وايي " زمونږ افغانان بې وسه دي او دغه خرڅ نه شي پوره کولې"

بل لور ته په کراچۍ کې د افغان کډوالو د کېمپ مشر حاجي عبدالله بخاري وايي په کراچۍ کې پوليسو غېررجسټرډ نزدې ۲۰ افغان کډوال نيولي ولې

پاکستان کې د افغان کډوالو د نيولو لړۍ په سندهـ صوبه کې د لعل شهباز قلندر په مزار د شوي برید نه وروستو پېل شوې ده.

له دې وړاندې په کال ۲۰۱۴م کې په پېښور کې د پوځ د انتظام لاندې چلېدونکي سکول باندې د بريد وروستو دغه ډول عمليات پېل شوي او زياتره افغانان پکې زورول شوي وو.


د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې هیومن رایټس واچ څو ورځې وړاندې ویلي پاکستان د لکونو په شمېره کې افغان کډوال زورولي چې بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.

ادارې ویلي د کال ۲۰۱۶م د جولایۍ د میاشتې راهسې پاکستان په زور شپږ لاکه افغان کډوال ویستي چې پکې درې لاکه ۶۵زره پاکستان کې رجسټرډ وو یا په قانوني توګه يي نوم لیکنه شوي وه.

ادارې د ملګرو لخوا د کډوالو ادارې يو اېن اېچ سي ار په رويه هم ټکونه کړي چې پاکستان کې د کډالو په زورولو غلې پاتې شوې ده.

راپورونه وايي یواځې پنجاب صوبه او لاهور ښار کې د ۲۰۵ نه زيات کسان نيول شوي چې زیاتره یې افغانان دي.

د پاکستان پنجاب اوخېبرپښتونخوا صوبوکې په تيرو ۲۴ ساعتو کې په لسګونو افغان کډوال نيول شوي دي چې زیاتره پکې په پنجاب کې گرفتار شوي دي.

د خېپر پښتونخوا نوښار ضلعې پوليسو ډيوه ريډيو ته ويلي تيره ورځ يي ۲۹ او د اتوار په ورځ يي ۱۵ افغان کډوال نيولي دي. هم دغسې د پنجاب صوبې سيالکوټ کې ۴۲ او حافظ اباد ضلع کې ۱۲ افغان کډوال امنيتي ادارو د لټون په عملياتو کې نيولي دي.

د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه دغو افغان کډوالوپاکستان کې په قانوني توګه د اورسېدو اسناد نه لرل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG